Homeخبرونهملا برادر له نورو هېوادونو د رسمي اړیکو په چوکاټ کې د...

ملا برادر له نورو هېوادونو د رسمي اړیکو په چوکاټ کې د تعامل غوښتنه وکړه

تاند ( پنج شنبه د سلواغې ـ دلوې  ۲۳مه) ملا برادر د کابل-بګرام سړک د جوړېدو چارو د پيل په مراسمو کې ویلي، چې هېوادونه دې له کابل سره د رسمي اړیکو په اډانه کې «د تعامل» وکړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، چې افغانستان د ټولو افغانانو کور دی او دوی دومره «کم ظرفیته» نه دي، چې «جزوي مسایل» جدي ونیسي.

نوموړي نن د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې پر ۲۳مه د کابل – بګرام سړک د چارو د پیل په مراسمو کې یاد سړک د کابل ښار له مهمو نښلوونکو لارو وباله او زیاته یې کړه، چې دغه سړک کابل ښار له پروان او نورو شمالي ولایتونو سره نښلوي.

ملا برادر ویلي چې، دا سړک د نوي کابل ښار له اساسي ترانسپورټي زېربناوو څخه دی، چې د ښاري پراختیا، ټولنیزو فعالیتونو او اقتصادي اړخه مهم بلل کېږي.

هغه د خپلو خبرو پرمهال ادعا وکړه، چې افغانستان په تېر کې په ډېرو سیاسي احزابو، قومي، سمتي او ژبنیو اجزاوو ویشل شوی و، چې په وینا یې د ملي مشترکاتو د پیاوړي کولو په برخه کې یې «لوی اکثریت» له لاسه ورکړی و.

د هغه په وینا اوس د دې ستونزې حل د خپلې ادارې د مدرسو او ښوونځیو د توحید په طرحه کې ویني او زیاتوي چې، په دې برخه کې دوی یو بنسټیز کار دا کړی چې، تر شپږم ټولګي یې د مدرسې او ښوونځي د نصاب یو کړی دی.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال پر افغانانو غږ کړی، چې د نورو له «ړانده تقلیده» لاس واخلي، د هغوی تر اغېز لاندې رانه شي او واقعیتونه «غلط تفسیر» نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...