Homeخبرونهمسوولان: د افغانستان او سعودي ترمنځ ګډ اقتصادي کمیسیون بیا فعالېږي

مسوولان: د افغانستان او سعودي ترمنځ ګډ اقتصادي کمیسیون بیا فعالېږي

تاند ( پنج شنبه د سلواغې ـ دلوې  ۲۳مه) د طالبانو د حکومت مالیې وزارت وایي، چې د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې او د دوی د مشر ملا هبت الله د حکم پر اساس د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو ګډ کمېسیون بیا فعالېږي.

یاد وزارت زیاته کړې چې، د دې کار لپاره عملي ګامونه هم اخیستل شوي دي.

په دې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغې پرېکړې له مخې، د مالیې وزارت په مشرۍ د وزارتونو او ادارو باصلاحیته استازي او همداراز د خصوصي سکتور استازي د «افغان – سعودي» ګډ اقتصادي کمېسیون د غړو په توګه ټاکل شوي دي.

خبرپاڼه کاږي چې په همدې تړاو، د روانې اونۍ په ترڅ کې د افغانستان له لوري ټاکل شوو غړو د مالیې وزارت په مقر کې لومړنۍ ناسته وکړه.

دغه ناسته د ګډ کمېسیون له لارې د راتلونکو فعالیتونو او دوه‌اړخیزو تعاملاتو د څرنګوالي په اړه د داخلي سلا مشورو په موخه جوړه شوې وه.

خبرپاڼه کې راغلي چې، د دې غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د اړوندو ادارو او خصوصي سکتور په همغږۍ به د طالبانو او د سعودي عربستان شاهي دولت ترمنځ د ګډ اقتصادي کمېسیون د رسمي ناستې د ترسره کېدو لپاره لازم چمتووالی ونیول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...