پنجشنبه, فبروري 12, 2026
Homeخبرونهپاکستان وايي، نه یې له کابل سره د دیپلوامسي باب بند کړی...

پاکستان وايي، نه یې له کابل سره د دیپلوامسي باب بند کړی او نه ورسره جنګ غواړي

تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۳ مه) یوه ورځ وروسته له دې چې د پاکستان دفاع وزیر وویل چې هیواد یې ممکن تر روژې مخکې پر افغانستان یرغل وکړي، د دغه هیواد د باندنیو چارو وزارت ویندوی وویل، هیواد یې له افغانستان سره جګړه نه غواړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي په عین حال کې وویل چې له افغانستانه غواړي چې له خپلې خاورې د فعالیت کوونکو «ترهګرو» ډلو پر ضد عملي ګامونه واخلي.

طاهر اندرابي په اسلام‌اباد کې د خپلې اوونیزې خبري غونډې ته وویل چې پاکستان نه د دواړو «وروڼو هېوادونو» ترمنځ د دیپلوماسۍ دروازه تړي او نه هم د جګړې دروازه پرانیزي. هغه وویل:
«دیپلوماسي حتا د جګړو پر مهال هم روانه وي. دیپلوماسي د نښتو پر وخت هم دوام لري.»

اندرابي زیاته کړه چې پاکستان «زموږ افغان وروڼو او خویندو» ته سوله او هوساینه غواړي.

اندرابي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له دې وکړې چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لړۍ لا هم روانه ده، له همدې امله ممکن د روژې تر رارسېدو مخکې هلته د موجودو «ترهګرو» عناصرو پر ضد عملیات ترسره شي.

د ملګرو ملتونو راپور ته اشاره

هغه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستي راپور ته په اشارې وویل چې یاد سند د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په اړه د پاکستان دریځ په بشپړ ډول تاییدوي. د هغه په وینا، راپور څرګندوي چې «د افغانستان عبوري حکومت» لا هم ترهګرو ډلو ته د فعالیت لپاره مساعد چاپېریال برابروي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې راپور همداراز یادونه کوي چې القاعده په افغانستان کې د نورو وسله‌والو ترهګرو ډلو لپاره د ملاتړ او همغږۍ رول لوبوي.

د هغه په خبره، د امنیت شورا راپور دا هم ښيي چې تحریک طالبان پاکستان پراخه عملیاتي ازادي او ملاتړ لري او له همدې امله د پاکستان دننه بریدونه ترسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...