پنجشنبه, فبروري 12, 2026
Homeخبرونهد م.م. امنیت شورا د طالبانو پر بندیزونو د څارنې ماموریت یو...

د م.م. امنیت شورا د طالبانو پر بندیزونو د څارنې ماموریت یو کال نور وغځاوه

تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۳ مه) لکه څرنګه چې اټکل کېده د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ، د دلوې ۲۳مه، پرېکړه وکړه چې پر طالبانو او هغو بنسټونو د بندیزونو د څار ماموریت، یو بل کال نور اوږد کړي.

له دې پرېکړې سره به طالبان یو کال نور هم د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې پاتې شي.

د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړو په یوه خوله د ۱۹۸۸م کال د پرېکړه‌لیک د دوام په اړه رایه ورکړه. همداراز، د طالبانو د ځینو مشرانو لپاره د سفر له بندیزه معافیت هم ونه غځول شو.

د دې پرېکړه‌لیک مسوده د امریکا له لوري چمتو شوې وه.

طالبانو څو ځله له نړیوالو غوښتي چې بندیزونه لیرې کړي، خو په افغانستان د ښځو پر ضد تبعیض، او په ځانګړي ډول د نجونو د زده کړو مخنیوی هغه عوامل بلل شوي چې امنیت شورا د بندیزونو په اړه خپله پریکړه بدله نه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شرم له سپي» د عبدالمالک بېکسیار «چکـرنامه»

پوهندوی آصف بهاند د ۲۰۲۶ ام کال د جنورۍ پر ۲۴مه، د ډنمارک په کوپنهاگن کې د گڼ‌شمېر افغان‌فرهنگیانو په گډون د بیکسار د دریو...