دوشنبه, دسمبر 29, 2025
Home+کامن ویس پښتو | جانداد جهاني

کامن ویس پښتو | جانداد جهاني

پښتو څه ته اړتیا لري؟
پښتو ژبه چې میلیونونه خلک پرې خبرې کوي، د تاریخي، کلتوري او ادبي ارزښتونو لرونکې ژبه ده. په دې وروستيو څو لسيزو کې پښتو ته په تحقيقي او ادبي برخو کې زیات کار شوی او اوس هم په لر او بر کې پښتانه فرهنګیان د دې ژبي د لا خدمت په موخه لګیا دي او کار کوي. خو د ټیکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا (AI) په چټک پرمختګ سره د نورو ملتونو وکړي د دې تکنالوژي له دوران سره ځان او خپله ژبه عیاروي، خو پښتو ژبه له نړیوالو ټکنالوژیکي سیسټمونو او پرمختګونو څخه شاته پاتې ده، او که اقدام ونه شي امکان شته د تل لپاره د ټکنالوژي نړۍ کې شاته پاته شو ځکه اکثره د ټکنالوژي موډلونه په هغه اولیه ډاټا بیا بیا روزل کیږي او که د کومې ژبي بنسټونه خام وي سترې کمپنۍ او نړیوال هم ورته توجه نکوي.
موزلا کامن وایس څه شی دی او څه ګټي لري؟
د موزلا غیر انتفاعي بنسټ یوه هڅه ده چې د نړۍ د ټولو ژوندیو ژبو غږونه او متن را ټولوي دوی دا ډاټا او بانک د نړۍ ټولو نوښتګرو څیړونکو، او کمپنیو ته په وړیا توګه ورکوي ترڅو د نویو موډلونو په روزلو کې ورڅخه استفاده وکړي. دا پروژه پښتو ته دا فرصت ورکوي چې د AI او ډیجیټلي نړۍ برخه شي، کمپیوټر او ماشین په پښتو ژبه پوه شي، پښتو په نورمال شکل ولوستلی شي او غږ په متن او متن په غږ بدل کړلی شي. که پښتو ژبه دې درجې ته رسیږي بیا به موږ د نړۍ ټول علمي معلومات په غږیزه بڼه ترلاسه کولی شو، بیا به حتی نالوستي پښتانه د ځیرکو عینکو او با غوږکیو په مرسته یو فرانسوي او جرمني وګړي سره بې له ستونزي مخامخ خبري کولی شي، بیا به زموږ کنفرانسونه خبري او ویډیوګاني په اتومات شکل د نړۍ نورو ژبو ته ترجمه کیږي او چټ بوټونه او سرچ انجنونه به حتی د نالوستو او نابینا پښتنو په خبره هم پوهیږي او مناسب ځواب به ورکوي. دا هڅه د پښتو ژبي په تاریخ کې یواځې یو کوچنی مثبت بدلون نه بلکې یو بنسټیز بدلون دی. ځکه خو ستاسو ونډه مهمه ده.
د پښتو لپاره دې خدمت کې موږ څنګه ونډه واخلو؟
– موږ د موزلا کامن وایس ذخیرې ته هره ورځ زرګونه جملې اپلوډ کوو، تاسو کولی شئ موږ ته پښتو، جملې، متنونه او کتابونه په word بڼه لاندي ادرس ته ولیږئ!
– د جملو بیا کتنه یا review یوه مهمه برخه ده چې ستاسو له ګډون او همکاري پرته به نیمګړي وي موږ لس او شل جملې نه ګورو بلکې سلګونه زره جملې د بیا کتني لپاره لرو او که هغوی چې د پښتو املا یې زده وي همکاري ونه کړي دا چاره به ټکنۍ پاتي شي. د لاندي لینک په وسیله مونږ سره د جملو په بیا کتنه کې مرسته وکړئ. په تکرار سره دې برخه کې اړيني مرستې ته اړتیا ده نو هیله لرو دې برخه کې پوره ونډه واخلئ.
پايله 
 که غواړو پښتو ژبه د راتلونکې ټیکنالوژۍ برخه شي نو باید عملي ګامونه واخلو. موزیلا کامن وایس یوه ساده خو مؤثره لاره ده چې هر پښتون پکې ونډه اخیستلای شي. تر اوسه نږدې پنځه زره کسانو ګډون کړی او تر یو میلیون یې ډیر غږونه ثبت کړي مه تاسو هم ګډون وکړئ او نور خلک هم وهڅوئ د پښتو راتلونکی به بل شي، ستاسو کوچنۍ هڅه او اقدام ارزښمند دی او ستر تغیر راولي. دا چاره نه یوازې د ژبې بقا تضمینوي بلکې د هویت، فرهنګ او علمي پرمختګ لپاره هم بنسټ جوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پانوس؛ سويډن ـ ډنمارک ادبي هنري کاروان، ادبي غونډې

راپور: محمدسمیع صادق د ژمي په يوه ماښام کي، چي  د دوستۍ او تفکر تودوښي يخوالی نرم کړی وو، د مالمو ښار چوپتيا د شال په څېر پر ځان راکش...