تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۱۳مه) د شنبې په ورځ، د نومبر په لومړۍ نېټه (د لړم لسمه)، مالديف هغه قانون عملي کړ چې د ۲۰۰۷ کال له جنورۍ وروسته زېږېدليو کسانو لپاره د سګرېټو او هر ډول تنباکو اخیستل، پلورل او کارول منع کوي.
په دې توګه، دا هیواد، چې د هند په سمندر کې یو ټاپو دی، نړۍ لومړنی هېواد شو چې رسماً یې «له سګرېټو پاک نسل» قانون تطبیق کړ.
د مالديف د روغتیا وزارت ویلي، د دې طرحې موخه چې د ولسمشر محمد مویزو په وړاندیز تصویب شوې، «د عامې روغتیا ساتنه او د تنباکو له استعماله پاک نسل روزل» دي.
د قانون له مخې، پلورونکي مکلف دي چې تر پلورلو وړاندې د پېرودونکو عمرونه وڅېړي، او دا بندیز په سګرېټو، تنباکو او ټولو ورته محصولاتو باندې تطبیقېږي.
دا بندیز حتی پر هغو سیلانیانو ته هم تطبیق کېږي چې مالديف ته د رخصتیو لپاره سفر کوي.
مالديف چې له ۱۱۹۱ ټاپوګانو جوړ دی او استوایي هوا لري، د خپلو لوکسو تفریحي استوګنځایونو او مرجاني ساحلو له امله شهرت لري.
د دغه هېواد حکومت د هر عمر لپاره د برېښنايي سګرېټو (E-cigarettes) او ویپ (vape) کارول، واردول او وېش هم منع کړي دي.
د قانون له مخې، د عمر له حده کم کسانو ته د تنباکو پلورلو جریمه ۵۰ زره مالدیوي روپۍ (شاوخوا ۳۲۰۰ ډالر) ټاکل شوې، او د ویپ استعمال ۵ زره روپۍ (۳۲۰ ډالر) جریمه لري.
په داسې حال کې چې په بریتانیا کې ورته طرحه لا هم د پارلمان تر بحث لاندې ده، نیوزیلنډ چې لومړنی هېواد و چې دا ډول قانون یې تصویب کړی و، ۲۰۲۳ په نوومبر کې یې له یوه کال وروسته لغوه کړ.
یو شمېر نورو هېوادونو — لکه مالیزیا، استرالیا، هانګ کانګ، ډنمارک، ایرلنډ او سینګاپور — هم د تنباکو د پلور د تدریجي یا نسلي بندیز طرحې وړاندې کړې دي، خو ډېری یې لا د قانوني خنډونو یا د اساسي قانون د تعدیل اړتیا له امله عملي شوې نهدي.
په یوه پخواني مثال کې، ترکمنستان له ۱۹۹۰مو کلونو راهیسې د تنباکو پر وړاندې سخت قوانین لري. دغه هېواد په ۱۹۹۸ کال کې د سګرېټو اعلان او تبلیغ بند کړ او په ۲۰۰۰ کال کې یې په عامه ځایونو کې د تنباکو استعمال غیرقانوني وګرځاوه. په ۲۰۱۳ کال کې یې د «د تنباکو د لوګي له زیانه د وګړو د ساتنې» په نوم یو جامع قانون تصویب کړ چې د تنباکو د محصولاتو واردات، پلور او اعلانونه یې محدود کړل.
ترکمنستان اوس د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د تنباکو ضد تر ټولو سخت قوانین لري. د سګرېټو استعمال، پلور او انتقال په عامه ځایونو او تر ۲۱ کلونو څخه کم عمر لرونکو کسانو ته منع دي، او د برېښنايي سګرېټو او ویپ استعمال هم بشپړ بند دی. د دغه هېواد حکومت هدف اعلان کړی چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به «له تنباکو پاک هېواد» جوړ کړي، خو راپورونه وايي چې د دغو بندیزونو له امله د سګرېټو پټ یا تور بازار (black market) پراخ شوی دی.
نورو ټولو ژوندی موجوداتو ممکن د حال په ژبه د انسان کمالاتو ته د حیرت ګوته په غاښ کی نیولی وی خو چی کله د انسان پر شونډانو د انګریز چولَکَی ( سګریټ ) ووینی نو حتماً د ځان سره دا شعار زمزمه کوی ” سړیه، نه شاباس “.
د تنباکو د صنعتګرانو او تجارانو او پانګه والو جرم د هیروئینو د تجارانو تر جرم په کمه نه دی. دواړه د مرګ سوداګران او د مرګ وړ دی.