شنبه, فبروري 7, 2026
Homeخبرونهشل اوره جام: ویست انډیز، پاکستان او هند خپلو سیالانو ته ماتې...

شل اوره جام: ویست انډیز، پاکستان او هند خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه

تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۷ مه) د کرکټ د نړیوال شل اوره جام سیالۍ نن په درو مسابقو پیل شوې چې په لړ کې یې په سي ګروپ کې ویسټ انډیز له سکاټلنډ سره، او په اې ګروپ کې نیدرلنډ له پاکستان او هند له امریکا سره مخامخ شول.

ویسټ انډیز په ۳۵ منډو سکاټلنډ مات کړ، پاکستان بیا په ۳ منډو نیدرلنډ ته ماته ورکړه خو د هند لوبډلې امریکا ته په (29) منډو ماته ورکړه.

ټاکل شوې ده چې سبا (یکشنبه) افغانستان په ډي ګروپ کې له نیوزیلنډ سره مخامخ شي. دا به په خپل ګروپ کې د افغانستان لپاره تر ټولو ننګوونکې سیالي وي.

په بله سیالي کې به انګلستان له نیپال سره په سي ګروپ کې مخامخ شي. درېیمه سیالي به په بي ګروپ کې د سریلانکا او ایرلنډ ترمنځ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ادبستان سفر | زهیر سپېڅلی

«ادبستان» د ډاکټر اجمل ښکلي ښه ضخيم اثر دی. کلاسيک خپرندويي ټولني (ننګرهار)، (۱۳۹۶) لمريز کال په ۴۱۳ مخونو کي ۱۱۰۰ ټوکه چاپ کړی دی. دا...