Homeخبرونهد نړیوال جام ۲مه ورځ: افغانستان نن په خپله لومړنۍ لوبه کې...

د نړیوال جام ۲مه ورځ: افغانستان نن په خپله لومړنۍ لوبه کې له نیوزلنډ سره مخامخ کېږي

تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۹مه) د کرکټ د نړیوال شل اوره جام سیالیو نن دوهمه ورځ ته.

افغانستان به نن خپله لومړني لوبه له نیوزلنډ سره ترسره کړي.

د دې جام پرونۍ لومړۍ ورځ درې لوبې وشوې، چې په لړ کې یې په سي ګروپ کې ویسټ انډیز له سکاټلنډ سره، او په اې ګروپ کې نیدرلنډ له پاکستان او هند له امریکا سره مخامخ شول.

ویسټ انډیز په ۳۵ منډو سکاټلنډ مات کړ، پاکستان بیا په ۳ منډو نیدرلنډ ته ماته ورکړه خو د هند لوبډلې امریکا ته په (29) منډو ماته ورکړه.

د نن ورځې لومړنۍ لوبه، په خپل ګروپ کې د افغانستان لپاره تر ټولو ننګوونکې سیالي بلل کېږي.

په بله سیالي کې بیا انګلستان له نیپال سره په سي ګروپ کې مخامخ کېږي.

درېیمه سیالي به په بي ګروپ کې د سریلانکا او ایرلنډ ترمنځ وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...