Homeخبرونهایلن ماسک وایي، سپوږمۍ کې د ښار جوړولو هڅې روانې دي

ایلن ماسک وایي، سپوږمۍ کې د ښار جوړولو هڅې روانې دي

تاند (سې‌شنبه د سلواغې ـ دلوې  ۲۱مه) د اېکس ټولنیزې شبکې (پخواني ټویټر) بنسټګر، ایلن ماسک وایي، د ده شرکت په سپوږمۍ کې د ښار جوړولو هڅې روانې کړې دي.

ماسک زیاتوي چې دا ښار به یو پرځان‌بسیا ښار وي او په راتلونکو لسو کلونو کې به یې جوړ کړي.

د ماسک په وینا سپوږمۍ ته سفر دوې ورځې وخت نیسي او زیاتوي چې دغه راز مریخ ته بیا د ورتګ موده شپږ میاشتې ده.

اېلن ماسک زیاته کړې چې، په مریخ کې هم د ښار جوړولو پلان لري، چې ښايي له پنځو تر اووه‌کلونو وخت ونیسي.
د راپورونو له مخې د ایلن ماسک شرکت خپل تمرکز له مریخ څخه سپوږمۍ ته اړولی او هڅه کوي څو راتلونکو لسو کلونو کې په سپوږمۍ کې ښار جوړ کړي.

ایلن ماسک د نړۍ هغه شتمن دی چې د ډونالډ ټرمپ له بیاځلي واک ته رسېدو سره سیاست ته داخل شو، خو د لنډې مودې په تېرېدو سره بېرته خپل شخصي کاروبار او سوداګرۍ ته را واوښت.

1 COMMENT

  1. فرعون به هم خپل وزیر هامان ته ویل چی ماته یو برج جوړکړه تر څو زه اسمان ته وخیژم او د موسی خدای وګورم الله ج یی د غرقیدو نه وروسته وویل و ننجیک ببدنک چه ستا بدن ته به نجات ورکړم او هغه به د راتلونکو نسلونو لپاره پند وګرځوم لکه چی اوس هم د مصر په موزیم کی مردار پروت دی بله نمونه یی اپسټین دی د دی زمانی د فرعونانو به هم دا حال وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عارف و نه هم احمدظاهر فراموش نمی شوند| پوهاند دودیال

( به مناسبت وفات عارف هنرمند نامدار ایران و یک اقتراح) شادروان احمد ظاهر و عارف کیا هردو دوستداران زیادی داشتند. هردو تقریباً در یک...