Homeخبرونهملا برادر د کبانو روزلو د پراختیا طرحه تائید کړه

ملا برادر د کبانو روزلو د پراختیا طرحه تائید کړه

تاند ( سه شنبه د سلواغې ـ دلوې  ۲۱مه) د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نننۍ غونډه کې  د کبانو روزلو د پراختیا طرحه او د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا ملي پالیسي تائید شوه.

اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې د دغه تائیدۍ خبر خپور کړی دی.

ملابرادر ویلي چې، د ماهیانو روزلو د پراختیا د طرحې عملي کولو له مخې به په ټول هیواد کې ۷ زره او ۷۰۰ لوی، منځني او کوچني د ماهیانو روزلو فارمونه جوړ شي.

د خبرپاڼې له مخې به په دغو فارمونو کې کابو ۳۰۰ زره کسانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې، د تائید شوې پالیسۍ له مخې به د هیواد د اوبو لګولو کرنیز سیسټمونه میکانیزه، مدیریت او د افغانستان کرنه میکانیزه شي.

خبرپاڼه زیاتوي چې، یاده طرحه او پالیسي د وروستۍ پرېکړې په خاطر د طالبانو د مشرتابه دفتر ته استول شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مادھوري ډکشیت ۲۴ کاله وروسته د یوې مشهورې تلویزیوني خپرونې کوربنه کېږي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د بالیووډ مشهوره اداکاره مادوري (مادهوري) ډکشیت له ۲۴ کلونو وروسته یو ځل صحنې ته راوځي...