تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۱ مه) د پاکستان دفاع وزیر د افغانستان ومنله چې په افغانستان کې د جهاد په نوم د څو لسیزو په جګړو کې پاکستان د دین په خاطر نه بلکې د سیاسي انګېزو په خاطر ځان ښکېل کړی و.
خواجه اصف د دوشنبې په ورځ د پاکستان د ملي اسمبلۍ په غونډه کې وویل چې د افغانستان په جګړو کې د پاکستان ګډون، چې د سړې جګړې له دورې پیل شوې او د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته یې هم دوام وموند، یو ستراتېژیک تصمیم و چې هدف یې د نړیوال ملاتړ ترلاسه کول وو.
هغه وکیلانو ته وویل:
«موږ په دې جګړو کې د اسلام د دفاع یا د جهاد لپاره ګډون نه و کړی، بلکې د سیاسي مشروعیت او د یوه ستر قدرت د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره مو دا کار وکړ.»
آصف زیاته کړه چې د (پاکستان) خپلواکۍ راهیسې د افغانستان په اړه د پاکستان تګلارې د بدلېدونکو جیوپولیټیکي محاسبو له مخې جوړې شوې دي، او هغه څه چې د شوروي ـ افغان جګړې پر مهال جهاد بلل کېدل، په اصل کې د سترو قدرتونو ترمنځ نیابتي جګړه وه.
هغه وویل:
«دا جهاد نه و، دا د یوه ستر قدرت جګړه وه. او د هماغې جګړې لپاره موږ خپل تعلیمي نظام بدل کړ. تر نن ورځې پورې هم هغه نصاب په بشپړه توګه نه دی سم شوی.»
دفاع وزیر وویل چې پاکستان خپل تاریخ د جګړې له روایت سره سم بیا ولیکه، او دې کار یې پر ټولنه، سیاست او مذهب ژور او اوږدمهال اغېز پرېښی دی.
«موږ ټولنه، سیاست او دین د هماغه تش په نامه جهاد له مخې واړول.»
هغه زیاته کړه چې پاکستان د شوروي ځواکونو د وتلو له پایلو څخه درس وانهخیست او بیا یې د سپټمبر ۱۱مې تر بریدونو وروسته یو ځل بیا له واشنګټن سره ځان ملګری کړ، او نژدې شل کاله د امریکا په مشرۍ د افغانستان په جګړه کې ښکېل پاتې شو.
هغه وویل:
«نه یوازې یوه لسیزه، بلکې دوې لسیزې مو ځان کرایه کړ. یوازینی هدف دا و چې د امریکا ملاتړ ترلاسه کړو.»
آصف وویل چې د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو عاملان افغانان نه وو او افغانستان د یوه هېواد په توګه د دغو بریدونو مسوول نه و، خو بیا هم پاکستان په جګړه کې ژور ښکېل شو.
هغه وویل:
«افغانستان ۹/۱۱ نه و کړی. په هغو بریدونو کې ښکېل کسان د افغانستان له قومونو نه وو.»
دفاع وزیر وویل چې د پاکستان مشرتابه پرلهپسې د خپلو تېروتنو له منلو ډډه کړې ده.
«تر هغه چې موږ خپلې تېروتنې ونه منو، هېڅ شی به سم نه شي.»
آصف په شخصي توګه د خپلو پخوانیو نسلونو د سیاسي پرېکړو له امله بخښنه وغوښته.
هغه وویل:
«په پاکستان کې هېڅ سیاستوال د تېر لپاره بخښنه نه ده غوښتې، خو ما غوښتې ده.»
آصف همدارنګه د افغانستان د طالبانو له حکومت سره د پاکستان د روانو امنیتي اختلافاتو په اړه وویل چې طالب چارواکو د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د جنګیالیو شتون منلی، خو اسلاماباد ته یې د امنیت تضمین نه دی ورکړی.
اصف د دوحې، استانبول او ریاض مذاکراتو ته په اشارې وویل «هغوی هېڅکله موږ ته د امنیت تضمین را نه کړ.»
طالبانو بیا بیا دا رد کړې چې ګواکې د TTP ملاتړ یا کوربتوب کوي. طالبان وايي پاکستان دې خپلې کورنۍ ستونزه په خپله حل کړي.
د پاکستان امنیت په وروستي یو کال کې د پام وړ خراب شوی دی. په خیبرپښتونخوا کې ټي ټي پي او په بلوچستان کې بېلتون غوښتونکې ډلې د پوځ او امنیتي ځواکونو پر مرکزونو پر له پسې بریدونه کوي.