Homeخبرونهعمرزی د هند په غوره لیګ کې په لومړي ځل ولوبېد

عمرزی د هند په غوره لیګ کې په لومړي ځل ولوبېد

تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۲۵ مه) د افغانستان تکړه ال راونډر او د نړۍ لومړی درجه ال راونډر عظمت الله عمرزي تېره شپه (پنجشنبه) د هند په غوره لیګ کې په خپله لومړنۍ لوبه کې یوازې په ۱۷ توپونو ۳۸ منډې وکړې او په توپ اچونه کې یې ۲ لوبغاړي وسوځول.

عمرزی، چې د پنجاب کینګز لوبډلې ته لوبېده، ۴ شپږیزې او دوې ځلوریزې وکړې.

که څه هم په دې سیالۍ کې مومبی انډینز په ۶ ویکټونو او یوه رنز پنجاب کینګز ته ماتې ورکړه، خو عمرزي په ۴ اورونو کې د ۳۶ منډو د ورکولو ترڅنګ د سیالې لوبډلې دوه مهم لوبغاړي وسوځول.

د مومبي انډینز په ۴ سوځول شویو لوبغاړو کې عمرزي دوه لوبغاړي وسوځول او په عین حال کې یې تر ټولو په کمو توپونو ډېرې منډې وکړې.

دې لوبې به د عمرزري په اړه د پنجاب کینګز نظر بدل کړی وي چې ولې یې تراوسه هغه ته فرصت نه و ورکړی.

حاضردمه پنجاب کینګز د هند د غوره لیګ سیالیو په جدول کې څلورم ځای لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...