Homeخبرونهاقتصادي خبرونهروسي او ازبک متخصصان د ترانس افغان رېللار پر امکان سنجۍ کار...

روسي او ازبک متخصصان د ترانس افغان رېللار پر امکان سنجۍ کار کوي

تاند (پنجشنبه، د غويي/ ثور ۲۴ مه) د روسیې د رېللارو مرستیال سرګی پافولوف ویلي چې روسي او ازبکستاني کارپوهان د «افغان ټرانس» رېللارې پروژې د امکان‌سنجۍ پر بېلابېلو برخو کار کوي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، دا پروژه د رېللارې په وسیله د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا د نښلولو لپاره طرحه شوې او د دواړو هېوادونو تخنیکي همکارۍ پکې دوام لري.

پاولوف دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو د رېلارې د ترانسپورټ شورا په غونډه کې، چې په عشق اباد کې ترسره شوه، کړې دي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په میاشت کې ازبکستان، افغانستان او پاکستان په تاشکند کې د «ترمذ–مزارشریف–کابل–پېښور» د رېللارې د جوړولو طرحه لاسلیک کړې وه.

ټاکل شوې وه چې د پروژې عملي پړاو هماغه کال پیل شي، خو په افغانستان کې سیاسي بدلونونو دا بهیر وځنډاوه.

وروسته په ۲۰۲۲ کال کې، د افغانستان دننه د مسیر ټاکلو او لومړنیو تخنیکي ارزونو چارې بېرته پیل شوې، خو د پروژې پرمختګ لا هم محدود بلل شوی دی.

دا غونډه په داسې حال کې شوې چې د چارواکو په وینا، د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورتي همکاریو موضوع لا هم د بحثونو مهمه برخه ده.

د ټرانس افغان رېللار پروژه ۶۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري او اټکلي لګښت یې ۴.۶ میلیارد ډالره ښودل شوی دی.

دا پروژه وروسته له هغې د امکان‌سنجۍ مرحلې ته داخله شوه چې د جولای په ۱۷مه، ازبکستان، افغانستان او پاکستان په کابل کې د ګډو مطالعاتو د پیل هوکړه‌ لاسلیک کړه.

د ازبکستان د ترانسپورټ وزارت مرستیال یاسربېک چورییف ویلي، دا رېللار به د ازبکستان له جنوبي ښار ترمذ څخه پیل شي، د افغانستان له نایب‌آباد، میدانښار او لوګر څخه به تېره شي او په پای کې به له خوست ولایت څخه د خیبرپښتونخوا د خرلاڅۍ بندر ته ورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د احمدظاهر د سندرو بهرني کمپوزونه؛ شل هندي او لس غربي

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن وېل کېـږي چې د نړۍ د موسیقۍ دوه لوی مرکزونه په ختیځ کې هندوستان او په لویدیځ کې ایتالیا دي. موسیقي چې...