Homeخبرونهد پاسپورټونو د تازه درجه بندۍ د لېست په وروستیو ۵ هیوادونو...

د پاسپورټونو د تازه درجه بندۍ د لېست په وروستیو ۵ هیوادونو کې افغانستان او پاکستان شامل دي

تاند (پنجشنبه، د غويي/ ثور ۲۴ مه) هینلي پاسپورټ انډیکس، چې د سفر د اسانتیاوو له پلوه د هیوادونو د پاسپورټونو درجه بندي خپروي، په تازه راپور کې د افغانستان، سوریې، عراق، پاکستان او یمن پاسپورټونه د خپل لېست په پای کې راوستي دي.

دغه شاخص د نړۍ ۱۹۹ پاسپورټونه او ۲۲۷ سفر ځایونه پرتله کوي او هېوادونه د هغو ځایونو له مخې درجه‌بندي کوي چې وګړي یې بې ویزې سفر کولی شي یا یوه هیواد ته له رسېدو وروسته سمدستي وېزه ترلاسه کولی شي.

په دې درجه بندۍ کې پاکستان، چې د ۲۰۲۶ کال په پیل کې یې ۹۸م مقام درلود، د روانې مې میاشتې په تازه معلوماتو کې ۱۰۰م مقام ته ټیټ شوی دی.

د راپور له مخې، یوازې د عراق، سوریې او افغانستان پاسپورټونه د پاکستان تر پاسپورټ لاندې درجه لري.

همداراز، د هغو هېوادونو شمېر چې پاکستانیان ورته بې ویزې سفر کولی شي، د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې له ۳۲ څخه اوس ۳۰ ته کم شوی دی. ویل کېږي دا بدلون د ویزو د پالیسیو او د هېوادونو ترمنځ د سفر د موافقو د بدلون له امله رامنځته شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...