Homeخبرونهقطر او چین د افغانستان پر وروستي سیاسي او امنیتي بدلونونو خبرې...

قطر او چین د افغانستان پر وروستي سیاسي او امنیتي بدلونونو خبرې کړي

تاند (پنجشنبه د ثور/ غويي ۲۴مه) د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر محمدبن عبدالعزیز الخلیفي د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیایونګ سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

د قطر تریبون نن پنجشنبه دغه راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې، په دې لیدنه کې د افغانستان پر وروستي سیاسي او امنیتي بدلونونو بحث شوی دی.

د راپور له مخې، دواړو لورو د نړیوالو ګډو هڅو د پیاوړتیا پر لارو چارو هم خبرې کړي، څو د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره همغږي اقدامات زیات شي.

په دې لیدنه کې الخلیفي یو ځل بیا د قطر دولت له ټولو هغو ګډو هڅو بشپړ ملاتړ څرګند کړی چې هدف یې د شخړو سوله‌ییز حل او په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د سولې او ثبات پیاوړتیا ده.

قطر او چین په وروستیو میاشتو کې د افغانستان د سولې په تړاو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو کوربه‌توب هم کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب