تاند (پنجشنبه د ثور/ غويي ۲۴مه)د رسنیو د راپورونو له مخې ناپېژاندو وسلهوالو د بلوچستان په مستونګ ولسوالۍ کې د ګوادر پوهنتون مرستيال مشر عبدالرزاق صابر، د هغه مرستیال سعيدمنظور احمد، د پوهنتون ښوونکی شکیل او د هغوی موټر چلوونکی تښتولي دي.
ځایي چارواکو رسنیو ته ویلي چې، دغه پېښه د کوټې له سویل څخه ۹۳ کيلومتره لرې د مستونګ او کلات ترمنځ د کډ کوچې په کنډ عمراني سیمه کې رامنځته شوې ده.
د رسنیو د مالومالوماتو له مخې دغه کسان له ګوادر څخه کوټې ته روان وو چې څلور موټرسایکل سپرو وسله والو د لارې په اوږدو کې تښتولي دي.
د مستونګ مرستيال کمېشنر بهرام سلیم رسنیو ته ویلي چې، وسلهوالو ياد کسان له ځان سره بېولي او امنيتي ادارو د هغوی د موندلو لپاره عمليات پيل کړي دي.
بهرام سلیم زیاته کړې چې، هڅې روانې دي څو ياد کسان ژر تر ژره خوشې او بېرته خپلو کورنیو ته ستانه شي.
تر دې مهاله کومې ډلې د یادو کسانو د تښتولو مسوولیت په غاړه نهدی اخیستی.
د یادونې وړ ده چې، مستونګ د بلوچستان له نا امنه ولسوالیو ده چې، په دې وروستیو کې پکې پېښې زیاتې شوې دي.
دا پېښې داسې مهال زور اخلي چې، پرون چهارشنبه پښتون سیاستوال افراسیاب خټک هم د پښتونخوا په سویلي ولسوالیو کې د ناامنۍ د زیاتېدو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.
خټک په یوه تازه شننه کې ویلي چې پاکستان نشي کولای په دغو سیمو کې د خپلې بې وسۍ له مسوولیته ځان خلاص کړي او اوسنی وضعیت یې له تېرو تجربو سره پرتله کړی او د پاکستان د حکومت په روانو تګلارو یې نیوکه کړې ده.
نوموړي په ټینګار سره ویلي چې، د پښتونخوا په ډېری سویلي ولسوالیو کې د مرکزي حکومت واک ختمېدل یو جدي ناورین دی او ریاست باید د دې وضعیت مسوولیت ومني.