تاند (پنجشنبه د ثور/ غويي ۲۴مه) د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د هند پلازمېنې نوې ډیلي ته رسېدلی.
د راپورنو له مخې نوموړ به د «بریکس» هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د خپل هېواد استازیتوب وکړي.
دغه غونډه نن پنجشنبه او سبا جمعه کېږي.
دغه غونډه د «بریکس» راتلونکې سترې سرمشریزې لپاره مهم چمتووالی بلل کېږي چې ټاکل شوې د روان کال په سپټمبر میاشت کې د هند په کوربهتوب جوړه شي.
سیاسي کارپوهان بیا وایي، د عباس عراقچي ګډون ښيي چې ایران غواړي له مخ پر ودې اقتصاد لرونکو هېوادونو سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې نورې هم پراخې کړي.
بریکس د نړۍ د هغو هېوادونو ډله ده چې هڅه کوي په نړیوال اقتصاد او سیاست کې خپل اغېز پیاوړی کړي.
ایران هم په دې وروستیو کې له دغې ډلې سره خپلو اړیکو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.