د تکړه ژبپوه ډاکتر عبدالرزاق پالوال مهم علمي اثر «معیاري پښتو» چاپ شو.
معياري پښتو؛ د ډاکټر عبدالرازق پالوال له خورا مهمو او علمي آثارو څخه دئ، چي لومړی پلا له نن څخه شل کاله پخوا چاپ چاپ شوی و.
ارواښاد پالوال په خپله د دې کتاب په اړه ویلي و، چي د پښتو غير معياري ليکنو، اخبارونو او د راډيوګانو ساختګي ژبي دې ته اړ ايستلی دی، چي پر معياري پښتو کار وکړي او ویې ليکي؛ تر څو پښتني ټولنه په خپله ژبه داسي پوهېدلې وي، چي د عاميانه وګړيزي پښتو او معياري پښتو تر منځ توپير وکولای شي.
ښاغلی پالوال په دې کتاب کي په علمي دلايلو دا ثابتوي، چي لومړنۍ کلاسيکه پښتو په لومړي سر کې يو ډول ويل کېده او بيا د بېلابېلو مهاجرتونو او په بېلابېلو علتونو پر څو ژبڅانګو ووېشل شوه او هرې ژبڅانګي بيا په خپل ځان کي بېلابېل تغيرات په ځان کې راوستل، چي د لومړنۍ معياري پښتو بڼه او شکل یې تغیير کړ او اوس په مطبوعاتو او رسنیو کي د همغه لومړنۍ معياري پښتو خلاف ژبه ويل کيږي، چي دی یې په ليدلو او اورېدلو زهيريږي او پښتنو ته د لومړنۍ معياري پښتو پر پله د تګ وړانديز کوي.
د کتاب يوه برخه د ژبي زماني اوښتون او بله برخه یې د اوسنيو ژبڅانګو او بيا په ځانګړي ډول د ترمخنۍ کلاسيکي پښتو او اوسنۍ ختيځي پښتو پر مقايسوي څېړنو باندي ډکه ده.
دا کتاب د مرحوم پالوال د اولادونو په مالي لګښت چاپ شوی دی.