د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په ۱۳مې نېټې د چين پلازمېنې بېجينګ ته په دوه ورځني سفر تللی و او له خپل چيني سیال شي جين پينګ سره يې د دواړو هېوادونو پر اړيکو او هم پر بېلا بېلو نړيوالو مسئلو خبرې کړې دي.
له ولسمشر ټرمپ سره په دغه سفر کې د امريکا یو شمېر سوداګریز مشران د ټېسلا مشر ايلان مسک، د نویډا اجرائیه رئیس جینسن او د اپل اجرائیه مشر ټیم کوک هم ملګري وو.
دا د تېر کال له اکتوبر راهیسې، کله چې دواړو مشرانو د کوريا جمهوریت په بوسان کې سره ولیدل، د دوی دويمه ليدنه وه او همدارنګه له شاوخوا نهه کلن ځنډ وروسته بېجينګ ته د امریکا د ولسمشر لومړی سفر و.
ډونالډ ټرمپ له چيني سیال سره په خبرو کې هغه یو لوی مشر بللی او هیله یې ښودلې، چې ورسره تللی سوداګریز پلاوی ډک لاس ستون شي. نوموړي ويلي: ”ډېر وياړم چې چين ته په رسمي سفر راغلی یم. د امريکا او چین اړيکې ډېرې ښې دي او زه له رئيس شي جين پينګ سره داسې پخوانۍ او ښې اړيکې لرم، چې د دواړو هېوادونو د تېرو مشرانو په تاریخ کې ساری نه لري، مونږ دوستانه اړيکې ساتلي او ډېرې مهمې مسئلې مو حل کړې دي.“
نوموړي ويلي:”رئيس شي جين پينګ لوی مشر دی او چين لوی هېواد دی او زه رئیس شي جين پينګ او چينایانو ته ډېر درناوی کوم. “
شي جين پينګ له امريکايي سیال سره په خبرو کې ويلي، چې سوداګريزه جګړه ګټونکی نه لري او ګټې – ګټې پرمختګ د چين او امريکا د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو اصل او مساوي مشورې د توپيرونو او شخړو پر وړاندې يوازينی سم انتخاب دی.
هغه په خبرو کې د چين او امريکا اقتصادي او سوداګريز پلاوي متوازنې او مثبتې پايلې ته هم اشاره کړې او دا یې د دواړو هېوادونو او هم د نړۍ لپاره ښه خبر بللی او ويلي يې دي، چين او امريکا دې په سختۍ ترلاسه شوی مثبت تمايل په ګډه وساتي.
د چين او امريکا د اقتصاد او سوداګرۍ مرکچي پلاويو د مې په ۱۳مې نېټې په کوريا جمهوريت کې غونډه کړې او د دواړو هېوادونو د مشرانو د لارښوونې په رڼا کې يې د متقابل درناوي، په سولې کې د ګډ ژوند او ګټې- ګټې همکارۍ د اصولو پر بنسټ د يو بل د پاملرنې وړ اقتصادي او سوداګريزو مسئلو او د خپلمنځي همکاريو د لا پیاوړتيا په هکله د نظريو ژورې او رغنده تبادلې کړي او يوې نسبتاً ښې پایلې ته رسیدلې دي.
د چين دولت رئیس شي جين پينګ یو لړ پوښتنې د ټرمپ مخې ته اېښي او ويلي يې دي، چې اوسمهال په نړۍ کې د پېړۍ بې ساري سخت بدلونونه روان دي او نړيوال وضعيت له ګډوډۍ سره مخ دی. نو په داسې حال کې چين او امريکا د توسيديدس لومې (Thucydides’s trap) له خطر څخه ډډه کولی او د لويو هېوادونو د اړيکو نوی شکل جوړولی شي؟ ايا دواړه هېوادونه د نړيوالو ننګونو پر وړاندې لاس يو کولی او نړۍ ته ثبات رسولی شي او د خلکو د ګټو او د انسانانو د راتلونکي لپاره د خپلمنځي اړيکو ښه راتلونکی جوړولی شي؟
شي جين پينګ يادې مسئلې د تاريخ، نړۍ او خلکو پوښتنې بللي او په خبره يې، د دواړو هېوادونو مشران دې د دغو مسئلو د حل لپاره ګډې هڅې وکړي.
نوموړي هيله ښودلې، چې له ولسمشر ټرمپ سره به د دواړو هېوادونو د اړيکو ښه څپرکی پرانېزي، څو ۲۰۲۶م کال د چين او امريکا د اړيکو د دوام او پراختيا په تاريخ کې يوه نښه پاتې شي.
دواړو سیالانو هوکړه کړې، چې چين او امريکا به د ” رغنده ستراتيژيک ثبات“ په موخه خپلمنځي اړيکې ټينګې کړي او دا به په راتلونکو ۳ کلونو او هم په اوږمهال کې د دواړو هېوادونو په اړيکو کې د ستراتيژيکې لارښوونې رول ولوبوي.
شي جين پينګ د ګټې- ګټې پرمختګ د چين او امريکا د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو اصل او مساوي سلامشورې یې د اختلافاتو او جنجالونو د حل يوازېنی انتخاب بللی دی.
هغه د تايوان مسئله د چين او امريکا د اړيکو لپاره تر ټولو مهمه ياده کړې او ويلي يې دي، چې د دې مسئلې ښه حل به د دواړو هېوادونو د اړيکو په عمومي ثبات کې مرسته وکړي، که نه، ښايي د جنجال او ان د شخړو سبب یې وګرځي او خپلمنځي اړيکې به یې ډېر خطرناک وضعيت ته وګرځي.
نوموړي ويلي، د تايوان بېلتون غوښتونکي د تايوان له سولې سره نه يو ځای کېږي، د تایوان تنګي د سولې او ثبات ساتنه يې د چین او امريکا ترمنځ تر ټولو لوی ګډ مخرج بللی او په وينا يې امريکا باید په دې مسئله کې خورا محتاطه واوسي.
ډونالډ ټرمپ لېوالتيا ښودلې، چې له چيني سیال سره نظرتبادلې او همکارۍ تقویه کړي، اختلافات ورسره ښه حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ بې سارې ښې اړيکې پرانیزي او لاښه راتلونکی جوړ کړي.“
نوموړي ويلي، امريکا او چين د نړۍ تر ټولو مهم او پياوړي هېوادونه دي او دواړه کولی شي د ځانونو او هم د نړۍ لپاره ډېر لوی او ښه کارونه وکړي.
دواړو مشرانو د منځني ختيځ د وضعيت، د اوکراين بحران او د کوريا ټاپووزمې په شمول پر مهمو نړيوالو او سيمه ييزو موضوعاتو هم نظرونه تبادله کړي دي.
دواړو سیالانو د مې په ۱۵مې نېټې يو ځل بیا لیدنه کړې او د خبرو جزيات یې له رسنيو سره شريک کړي دي.
شي جين پينګ له چين څخه د ډونالډ ټرمپ سفر تاريخي او ارزښتناک بللی او په خبره یې، ده او ډونالډ ټرمپ د چين او امريکا د رغنده ستراتيژيکو او باثباته اړيکو نوی څپرکی پرانيستلی، د باثباته اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د ساتلو، په بېلا بېلو برخو کې د عملي همکاريو د پراخولو او د يو او بل اندېښنو ته د ځواب ويلو په اړه یې مهمې هوکړې کړي او هم یې په نړيوالو او سيمه ييزو مسايلو کې د خپلمنځي اړيکو او همغږۍ پر پياوړتيا هوکړه کړې ده.
شي جين پينګ ويلي، د ډونالډ ټرمپ سفر د دې ښکارندويي کوي، چې چين او امريکا د متقابل درناوي پر بنسټ سوله ييز ګډ ژوند ترلاسه کولی او هم د همکاریو د پياوړتيا له لارې پرمختګ او بيا سمسورتيا ته وده ورکولی شي.
ډونالډ ټرمپ چين ته خپل سفر بريالی او نه هېرېدونکی بللی او په خبره یې، له چيني سیال سره یې يو لړ مهمې موافقې کړي او ډېرې مسئلې يې ورسره حل کړې دي او دا یې د دواړو هېوادونو او نړۍ لپاره ډېرې ګټورې بللې دي.
ټرمپ د امريکا او چين ترمنځ اړيکې ډېرې مهمې يادې کړي او په خبره يې، دغه اړيکې به نورې هم ښې کېږي او پرمختګ به مومي.
نوموړي ويلي، له چيني سیال سره به صادقانه او ژورې اړيکې وساتي او د خبرو په پای کې يې واشنګټن ته د تګ بلنه ورکړې ده.