Homeخبرونهبرېتانیا د افغانانو د لېږد پروګرام کې نوي بندیزونه اعلان کړل

برېتانیا د افغانانو د لېږد پروګرام کې نوي بندیزونه اعلان کړل

تاند (جمعه د ثور/ غويي ۲۵مه) د برېتانیا حکومت په رسمي ډول اعلان وکړ، چې د افغانانو د بیا مېشتېدنې په پروګرام کې یې سخت بدلونونه راوستي دي.

د برېتانیا حکومت ویلي چې، په دې بدلونونو کې له افغانستان څخه د لېږد په برخه کې د لوژستیکي مرستو پای ته رسول او تر ۲۰۲۸ کال پورې د دغه پروګرام بشپړ تړل شامل دي.

سرچینې ویلي چې، له دې وروسته له هغو افغانانو سره چې په شرایطو برابردي، له افغانستان څخه درېیم هېواد ته د وتلو په برخه کې هېڅ ډول لوژستیکي مرسته نه کوي.

تر دې وړاندې به د برېتانیا دفاع وزارت د سفر په تنظیم، د پولو په موندلو او امنیتي مشورو کې مرسته کوله، خو اوس دا کسان باید په خپله خوښه او مسوولیت درېیم هواد ته ځان ورسوي.

د راپورونو له‌مخې هغه کسان چې د منل کېدو لیکونه ترلاسه کوي، یوازې ۱۲ میاشتې وخت لري چې د درېیم هېواد ویزې مرکز ته حاضر شي او خپل بایومیټریک ثبت کړي.

د هغو کسانو لپاره چې تر اوسه په شرایېو برابر نه دي پېژندل شوي، حکومت تمه لري چې د ۲۰۲۷ کال تر پسرلي پورې به د ټولو غوښتونکو برخلیک وټاکي.

برېتانیا وروستی نېټه د ۲۰۲۸ کال ډسمبر ټاکلې ده.

یاد حکومت ویلي چې، له دې نېټې وروسته به د افغانانو د بیا مېشتېددنې ټولې چارې او لېږدونه په بشپړ ډول پای ته ورسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب