Homeخبرونهپه باجوړ کې موټربمي برید د پاکستان لسګونو امنیتي ځواکونو ته مرګ...

په باجوړ کې موټربمي برید د پاکستان لسګونو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۲۵ مه) په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پاکستان د یوې امنیتي ادارې پر مرکز په ځانمرګي برید کې یو ملکي وګړی او لږ تر لږه ۹ پاکستاني امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

پولیسو نن جمعه وویل چې ۳۵ نور امنیتي سرتېري هم ټپیان شوي دي. دا پېښه د پنجشنبې په شپه په باجوړ ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر غوښتل د سکاوټس ځواکونو (ملېشه) کمپ ته ننوځي.

په برید کې د کمپ دروازه او شاوخوا دېوالونه زیانمن شوي دي.

د پېښور یوه چګپوړي امنیتي چارواکي ویلي چې په دې برید کې ۹ ملېشه سرتېري او ۱۰ بریدګر وژل شوي دي. د هغه په وینا، بریدګرو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د کمپ دروازې ته وچلاوه.

چارواکو زیاته کړې چې له اوږدې نښتې وروسته بریدګر وتښتېدل، خو لږ تر لږه ۳۵ امنیتي کسان ټپیان شول. د باجوړ یوه بل حکومتي چارواکي هم د مرګ‌ژوبلې شمېر تایید کړی دی.

حو ځینو امنیتي سرچینو ویلي چې په دې برید کې ۲۲ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.

پاکستان پر افغانستان تور پورې کوي چې د وسله‌والو ډلو پټنځایونه پکې موجود دي، خو افغان چارواکي دا ادعاوې ردوي.

د دواړو ګاونډیو هېوادونو اړیکې په وروستیو میاشتو کې ډېرې ترینګلې شوې او څو ځله یې خونړۍ نښتې هم کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب