Homeخبرونهترکیې ۲۰ زره افغانانو ته د کار ویزه ورکړې

ترکیې ۲۰ زره افغانانو ته د کار ویزه ورکړې

تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۲۵ مه) په افغانستان کې د ترکیې د سفارت شارژدافېر وايي، د ترکیې حکومت۲۰ زره افغانانو ته د کار وېزې ورکړي دي او د افغانانو د مهاجرت د ستونزو د هوارولو لپاره هم هڅې کوي.

د راپورونو له مخې، په کابل کې د ترکیې سفارت شارژدافیر سادون آیدین‌لی‌دیز د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې مطرح کړې ده.

ترکیه شپنو ته زیاته اړتیا لري او مالداري یې له دې کبله چې شپانه نه پیدا کېږي له ګواښ سره مخامخ ده.

له تېرو څه باندې ۳۰ کلونو راهیسي ترکیې سلګونو افغان شپنو ته په خپل هیواد کې د کار شرایط برابر کړي دي.

له مولوي کبیر سره د ترکیې د شارژدافېر په کتنه کې دواړو لورو د دوه‌اړخیزو همکاریو، په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو، بشري مرستو او د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې د افغانستان د رول په اړه خبرې کړې دي.

د رسمي اعلامیې له مخې، آیدین‌لی‌دیز ویلي چې افغانستان د ترکیې د حکومت لپاره ځانګړی اهمیت لري.

هغه زیاته کړې: «د دولتي مرستو ترڅنګ، ګڼ شمېر ترکي خیریه بنسټونه او ادارې هم په افغانستان کې د اړو کسانو د مرستې او پرمختیايي پروګرامونو په پلي کولو بوختې دي.»

د ترکیې استازي همداراز ویلي چې انقره د یو باثباته او پر ځان بسیا افغانستان ملاتړ کوي او باور لري چې افغانستان د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې مهم رول لري.

هغه ویلي: «د ترکیې حکومت د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو ملاتړ کوي او خپلو هڅو ته دوام ورکوي.»

بل‌خوا، مولوي عبدالکبیر د ترکیې له مرستو او همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي چې د کابل او انقرې اړیکې تل د متقابل احترام او همکاریو پر بنسټ ولاړې دي.

هغه همداراز ادعا کړې چې افغانستان اوس له بشپړ امنیت او ثبات څخه برخمن دی او دا وضعیت هېواد ته دا فرصت برابروي چې د سیمه‌ییز اتصال یوه مهمه برخه وګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارواښاد پالوال اثر «معیاري پښتو» بیا چاپ شو

د تکړه ژبپوه ډاکتر عبدالرزاق پالوال مهم علمي اثر «معیاري پښتو» چاپ شو. معياري پښتو؛ د ډاکټر عبدالرازق پالوال له خورا مهمو او علمي آثارو...