Homeخبرونهپه روسیه کې د کارګرو کمښت؛ افغانستان ممکن روسیې ته کارګر ولېږي

په روسیه کې د کارګرو کمښت؛ افغانستان ممکن روسیې ته کارګر ولېږي

تاند (شنبه، د غويي/ ثور ۲۶ مه) په داسې حال کې چې راپورونه وایي د اوکراین د جګړې له امله روسیه د کاري ځواک له کمښت سره مخامخ شوې، افغانستان روسیې ته د کارګرو د لېږلو پر امکان غور پیل کړی دی.

د اوکراین د (یواین این) اژانس د راپور له مخې، دا خبر روسي رسنیو خپور کړی دی.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي چې د روسیې او افغانستان ترمنځ د متقابلو همکاریو لپاره لېوالتیا موجوده ده.

د اپرېل میاشتې په پای کې، د روسیې د مرکزي بانک مشرې اېلوېرا نابیولینا ویلي و چې د روسیې د کار بازار «په معاصر تاریخ کې هېڅکله د اوس په شان د کارګرو له کمښت سره نه و مخامخ شوی.»

بل‌خوا، د روسیې حکومت د دغه هېواد پارلمان ته یوه طرحه سپارلې چې له مخې یې د کډوالۍ اړوند دولتي فیسونه ۱۲ برابره لوړېږي. په ورته وخت کې، په دې طرحه کې هغو کسانو ته ځانګړي امتیازات هم وړاندیز شوي چې د اوکراین د جګړې پر مهال د روسیې له دفاع وزارت سره قرارداد لاسلیک کړي.

تراوسه پورې په دې اړه د طالبانو او روسیې حکومتونو رسماً څه نه دي ویلي.

تېر کال روسیې ویلي وو چې محدود شمېر افغانانو ته یې په روسیې کې د کار وېزې ورکړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب