د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، امریکا او اسرائیل د ایران پر ضد د نویو احتمالي بریدونو د بیا پیلولو لپاره پراخ چمتووالی نیسي، او ښايي دا بریدونه د راتلونکې اوونۍ په سر کې پیل شي.
ورځپاڼې د منځني ختیځ د دوو چارواکو له قوله، چې نه یې غوښتل نومونه یې افشا شي، لیکلي چې دا تر ټولو پراخ پوځي چمتووالی دی چې د وري میاشتې د ۱۹مې نېټې له اوربند وروسته لیدل کېږي.
ډونالډ ټرمپ د چین پر لور تر سفر مخکې ویلي و: «یا به موافقه وکړي، یا به بیخي له منځه ولاړ شي. نو په هر صورت، موږ ګټونکي یوو.»
امریکايي چارواکي وایي، که ټرمپ د بریدونو د بیا پیل پرېکړه وکړي، نو په انتخابونو کې به د ایران د پوځي او زیربنایي هدفونو بمباري هم شامله وي.
دوی زیاته کړې چې بل انتخاب به د ځانګړو عملیاتي ځواکونو ځای پر ځای کول وي، څو د ځمکې په ژورو کې پټ اتومي مواد په نخښه کړي.
د راپور له مخې، څو سوه ځانګړي امریکايي ځواکونه د مارچ په میاشت کې منځني ختیځ ته استول شوي، څو دا ډول پوځي انتخابونه د ټرمپ لپاره چمتو وساتي.
نیویارک ټایمز لیکي چې ټرمپ د جمعې په ورځ له چینه داسې مهال راستون شو چې د ایران په اړه له مهمو پرېکړو سره مخامخ دی، ځکه لوړپوړو سلاکارانو یې د نورو احتمالي بمباریو لپاره پوځي پلانونه جوړ کړي دي.
خو د دغو چارواکو په وینا، ټرمپ لا هم د راتلونکي ګام په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
بل لور ته، د ایران د پارلمان رييس محمدباقر قالیباف ویلي چې د ایران وسلهوال ځواکونه هر ډول برید په وړاندې «سخت او عبرتناک ځواب» ته چمتو دي.