Homeخبرونهخلیلزاد وايي، افغانستان او پاکستان پر یوه غمجنه لار روان دي

خلیلزاد وايي، افغانستان او پاکستان پر یوه غمجنه لار روان دي

تاند (شنبه، د غويي/ ثور ۲۶ مه) د خیبر پښتونخوا په یوه چاودنه کې د اتو امنیتي پاکستاني ځواکونو له وژل کېدو وروسته، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلني خلیلزاد وویل چې اسلام‌اباد به ښايي د دې پېښې پړه پر افغانستان واچوي؛ هغه اقدام چې د ده په وینا کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی نور هم زیات او د رښتینې شخړې خطر لوړ کړي.

خلیلزاد د جمعې په ورځ ناوخته پر اېکسپاڼه لیکلي: «دردونکی ده چې هغه پخواني تکراري چلندونه بیا بیا تکرارېږي چې پخوا یې پرته له غم او زیانه بله ګټه نه ده کړې. دا لاره به هېڅ ښه انجام ونه لري. بده دا ده چې یو بدیل راتلونکی په بشپړه توګه شونی دی او د دواړو هېوادونو او خلکو لپاره به ډېره غوره وي: د افغانستان او پاکستان ترمنځ اقتصادي ملګرتیا چې دواړو ته سوکالي راوړي.»

هغه یو ځل بیا د خبرو اترو له لارې د حل پر اړتیا ټینګار کړی او وړاندیز یې کړی چې افغانستان او پاکستان باید داسې نوی تړون وکړي چې له مخې یې هېڅ لوری اجازه ور نه کړي چې خاوره یې د بل هېواد د امنیت پر ضد د افرادو یا ډلو له خوا وکارول شي، او دا بهیر دې د یوه باوري درېیم لوري تر څارنې لاندې وي.

خلیلزاد له دواړو خواوو غوښتي چې خپله تګلاره له سره وارزوي او ویلي یې دي چې افغانستان او پاکستان «په یوې غمجنې لارې» روان دي او باید زړور بدلون رامنځته کړي.

هغه همداراز په برید کې د وژل شویو پاکستاني سرتېرو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارواښاد پالوال اثر «معیاري پښتو» بیا چاپ شو

د تکړه ژبپوه ډاکتر عبدالرزاق پالوال مهم علمي اثر «معیاري پښتو» چاپ شو. معياري پښتو؛ د ډاکټر عبدالرازق پالوال له خورا مهمو او علمي آثارو...