تاند (شنبه، د غويي/ ثور ۲۶ مه) د بریتانیا شهزاده هري او د هغه ماندینه میګن میرکل له نیټفلکسNetflix سره د خپلې نوې همکارۍ په چوکاټ کې د افغانستان د جګړې په اړه یو فیچر فلم جوړوي.
د PEOPLE پیپل مجلې د راپور له مخې، هري او مېګن د «No Way Out: The Searing True Story of Men Under Siege» کتاب پر بنسټ د فلم په جوړولو کې برخه لري. دا پروژه لومړی د Deadline له خوا راپور شوې وه.
د کیسې محور د بریتانیايي پوځ د «Easy Company» پر یوې ډلې راڅرخي، چې د پاراشوټ قطعې او آیرلنډي سلطنتي سرتېري پکې شامل وو. دغو ځواکونو ته د هلمند ولایت د موسیکلا ولسوالي د مرکز د ساتنې دنده سپارل شوې وه، خو وروسته د طالبانو له خوا کلابند او له سخت مقاومت سره مخامخ شول.
د راپور له مخې، د «Bridge of Spies» لیکوال Matt Charman د نیټفلکس لپاره د دې کتاب د فلمي بڼه یا سناریو لیکي. دا کتاب، جګړن اډم جویټ، چې د همدې پوځي ډلې مشري یې کوله، لیکلی دی.
هري، مېګن او ټرېسي رایرسن، چې د Archewell Productions د ډرامهییزو پروژو مشري کوي، د دې فلم تولیدوونکي دي.
دا پروژه د هري او مېګن د Archewell Productions له لارې له نیټفلکس سره د څو کلونو د همکارۍ د تړون برخه ده.
شهزاده هري د افغانستان د جګړې شخصي تجربه هم لري، ځکه هغه د بریتانیايي پوځ د لس کلن خدمت پر مهال دوه ځله افغانستان ته تللی و. هغه لومړی ځل په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې هلمند ولایت ته استول شوی و، خو وروسته له هغې یې ماموریت لنډ شو چې یوې رسنۍ د نوموړي حضور افشا کړ. هغه بیا په ۲۰۱۲ کال کې په دوهم ځل افغانستان ته ستون شوی و.
هري د جګړې د تجربې په اړه ویلي: «کله چې پرده پورته شوه، زما مخې ته د هوايي روغتون صحنه ښکاره شوه. درې ځوان بریتانیايي سرتېري مې ولیدل چې په پلاستیک کې تاو وو او بدنونه یې ټوټې ټوټې شوي وو. ما هغه څه ولیدل چې مخکې خلکو یوازې پرې خبرې کولې.»
هغه زیاته کړې: «هماغه وخت ما د جګړې ریښتینی قیمت درک کړ؛ نه یوازې د هغو کسانو لپاره، بلکې د هغوی د کورنیو لپاره هم، ځکه د هغوی ژوند به د تل لپاره بدل شي.»