Homeخبرونهد امریکا دوو وزارتونو د یوه بې درکه امریکايي تبعه لپاره ۶...

د امریکا دوو وزارتونو د یوه بې درکه امریکايي تبعه لپاره ۶ میلیون ډالره جایزه اعلان کړه

تاند (شنبه، د غويي/ ثور ۲۶ مه) د امریکا دوو وزارتونو د هغو معلوماتو لپاره چې د افغانستان په خوست ولایت کې د ورک شوي امریکايي لیکوال پاول اووربي په موندلو او بېرته ستنولو کې مرسته وکړي، تر شپږ میلیونو ډالرو پورې جایزه اعلان کړې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت پر اېکسپاڼه لیکلي چې د اووربي کورنۍ له دوولسو کلونو راهیسې له بې‌ځوابه پوښتنو سره ژوند کوي.

د امریکا د فدرالي پلټنو ادارې (FBI) د خبرتیا له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره انعام» پروګرام د هغو معلوماتو لپاره چې د اووربي د ځای موندلو، راګرځولو او ستنېدو لامل شي، تر پنځو میلیونو ډالرو پورې جایزه ټاکلې ده. د امریکا عدلیې وزارت هم د هغو معلوماتو لپاره چې د هغه خوندي راستنېدو ته مستقیمه مرسته وکړي، تر یو میلیون ډالرو پورې جلا جایزه ورکوي.

په خبرتیا کې ویل شوي چې امریکا لا هم د خپلو هغو اتباعو د بېرته راوستلو د هڅو ملاتړ کوي چې له هېواده بهر دي، او غواړي ډاډ ورکړي چې هېڅ امریکايي وګړی نه هېرېږي.

امریکايي لیکوال او وګړی، پاول اډوېن اووربي جونیر، د ۱۳۹۳ کال د غویي میاشتې په وروستیو کې په خوست ولایت کې ورک شو. د فدرالي پلټنو اداره وایي چې هغه د افغانستان د جګړې او طالبانو په اړه د نوي کتاب لپاره څېړنې کولې.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، اووربي وروستی ځل په خوست ښار کې لیدل شوی و. ویل شوي چې هغه په انګلیسي، پښتو او جرمني ژبو خبرې کولې او د ناروغۍ له امله درملنې او دوا ته اړتیا لري.

د « بې پولې خبریالانړ» ادارې په ۱۳۹۶ کال کې لیکلي و چې اووربي غوښتل د طالبانو او د افغانستان د جګړې په اړه د کتاب لپاره د حقاني شبکې له مشر سراج‌الدین حقاني سره مرکه وکړي.

طالبانو هغه مهال، چې له پخواني جمهوري نظام سره په جګړه بوخت وو، ویلي وو چې د اووربي د ځای په اړه معلومات نه لري.

تېره میاشت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د امریکايي وګړي ډینس کویل له خوشې کېدو وروسته وویل چې واشنګټن لا هم د محمود حبیبي، پاول اووربي او نورو امریکایانو د سمدستي بېرته ستنېدو غوښتنه کوي.

هغه طالبان د «یرغمل نیونې په دیپلوماسۍ» تورن کړل او ویې ویل چې دا بهیر باید پای ته ورسېږي.

طالبانو د دغو تورونو په غبرګون کې ویلي وو چې بهرني وګړي د سیاسي دلایلو له امله نه نیسي او  هغوی د عدلي بهیر تر بشپړېدو وروسته خوشي کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...