پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeټولنیزتاریخپه دې ورځ توماس اډیسن دنیا ته سترګې وغړولې

په دې ورځ توماس اډیسن دنیا ته سترګې وغړولې

تاند(فبروري۱۱) ۱۶۲ کاله مخکې د ۱۸۴۷ ع کال د فبرورۍ په دې ورځ (۱۱) توماس اډیسن د اوهایو په میلان ښار کې وزېږېد.

ده په کوچینوالي کې د نورو ماشومانو په شان په ښوونځي کې سبق ونه ویلای شو ځکه چې په درسونو کې یې خونده نه وه.

مور یې وپتېیله چې توماس اډیسن ته په کور کې زده کړې ورکړي، ده ته یې ډېر کتابونه ورکړل چې ولولي.

توماس (ټام) ځیرک او کنجکاوه هلک وو. له دې سره یې مینه وه چې پوی شي وسایل او شیان څرنګه کار کوي.

د توماس اډیسن د هلک توب دوره په سټېشنونو کې د شېریني، سانډویچ او سبزیو په ګرځنده سوداګري تېره شوه.

ده، چې د شیانو د خرڅولو په خاطر د پورټ هرون او دیترویټ ترمنځ تګ راتګ کاوه، د اورګاډي له شرکت څخه د دیترویټ ورځپاڼې د وېشلو نمایندګي ترلاسه کړه.

په دې کار کې یې چې یو څه پیسې وګټلې، نو یې د چاپ یو زوړ ماشین واخیست. پنځلس کلن وو چې پر دې ماشین یې د (ویکلي هرالډ) په نوم خپله جریده راوایستله.

خو تل په دې لټه کې وو چې نوې نوې تجربې وکړي او ناپېژندل شوي شیان ځان ته مالوم کړي.

لا تنکی زلمی وو چې ځان ته یې لابراتوار جوړ کړ او هلته به یې تجربې کولې.توماس اډیسن په یوویشت کلنۍ کې یوه برقي وسیله اختراع او بازار ته وړاندې کړه، خو دا وسیله خرڅه نه شوه.  دې خبرې زلمی اډیسن نهیلی کړ.

سره له دې چې برېښنا په ۱۸۰۰ ع کال د الساندرو ولټا له لوري پېژندل شوې وه، خو د دې د برېښنا د تولید طریقه ګرانه تمامېده.مایکل فارادي په ۱۸۳۱ کې یوه وسیله اختراع کړه چې د څرخېدو په وسیله یې برېښنا تولیدوله.

په هغه زمانه کې به خلکو د تېلو او ګازو له لمپو د کورونو د روښانولو لپاره کار اخیست. اډيسن پوهېده چې له برېښنا کار اخیستل اسانه او ارزانه تمامېږي. خو ستونزه دا وه چې څوک نه پوهېدل چې په څه ډول دا کار وکړي.

بالاخره اډیسن وتوانېد چې ګروپ جوړ کړي چې دا د اډیسن تر ټولو لویه او مشهوره اختراع ده.

وروسته په ۱۸۸۲ ع کال اډیسن په نیویارک کې برېښنا کوټ جوړ کړ چې پر ۸۵ مشتریانو یې برېښنا پلورله او پنځه زره ګروپونه یې بلولی شوای.

اډیسن همداراز ګرامافون او په سلګونو نور شیان اختراع کړل.

اډیسن په امریکا، بریتانیا، فرانسې او جرمني کې د ځان په نوم شاوخوا دوه نیم زره اختراعات ثبت کړي چې تر اوسه د بشریت په تاریخ کې ساری نه لري.

اډیسن ویل چې لاسته راوړنې یې د یو فیصد الهام او ۹۹ فیصده زیار او جدیت نتیجه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب