تاند (چهارشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۲ مه) په کابل کې د ایران سفیر عليرضا بیکدلي وايي چې هیواد به یې ژر د طالبانو حکومت په رسمیت و. چې د تهران پېژني او په دې اړه غور روان دی.
ده وویل، د تهران له لوري د طالبانو د ادارې د رسمیت پېژندلو په برخه کې کوم خنډ نه شته.
هغه پرون (سې شنبې) له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل چې خبرې روانې دي او تهران به ډېر ژر د طالبانو اداره په رسمیت وپېژني.
بیکدلي وویل چې د اړیکو کچه، په تهران او کابل کې د دواړو لورو د سفیرانو حضور، سوداګریزې راکړې ورکړې او د اړیکو د پراخولو لېوالتیا، د یو ډول عملي رسمیت پېژندنې څرګندونه کوي.
ده زیاته کړه: «د پېژندنې په برخه کې به حتماً خپل نوښت ولرو، داسې نوښت چې تاسو ټول به یې وستایاست. اسلامي جمهوریت به د رسمیت پېژندنې موضوع د اړیکو د کچې د لوړولو لپاره وکاروي.»
بیکدلي د طالبانو له ادارې سره د تجارتي او اقتصادي اړیکو پراختیا ته په اشارې وویل: «موږ په ښه شریکانو بدل شوي یوو.»
تراوسه پورې یوازې روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی دی. که ایران هم د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني، دا به دوهم هیواد وي.
د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت له رسمیت پېژندو وروسته اټکل کېده چې د منځنۍ اسیا هیوادونه به هم د روسیې په پل، پل کښېږدي خو د باور خلاف د منځنۍ اسیا هیوادونه، چې له طالبانو سره نژدې سوداګري اړیکې لري، د هغوی حکومت په رسمیت نه پېژني.
هغه د طالبانو د ادارې او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د اړیکو د کچې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې تهران «له هېڅ هېواد سره د افغانستان هومره نژدې اړیکې نه لري.»
د ایران سفیر د مرکې په یوه برخه کې په افغانستان کې د بهرنیو لاسوهنو په اړه اندېښنه وښوده، خو په دې اړه یې نور وضاحت ور نه کړ.