Homeخبرونهپه نړۍ کې د پښتورګو د ناروغیو خطرناک زیاتوالی

په نړۍ کې د پښتورګو د ناروغیو خطرناک زیاتوالی

تاند (چهارشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۲ مه) په ټوله نړۍ کې د پښتورګو په ناروغیو د اخته کېدونکو کسانو شمېر په خطرناک ډول زیات شوی او دا ناروغۍ اوس د مړینې له سترو علتونو څخه ګڼل کېږي.

د روغتیاپالانو په وینا، پښتورګي د بدن خورا مهم غړي دي چې وینه پاکوي، فاضله مواد خارجوي او د مالګو توازن ساتي. خو د وینې لوړ شکر یا قند، لوړ فشار، چاغوالی او د ژوند ناسالم طرز د پښتورګو پر فعالیت ناوړه اغېز کوي او د پښتورګو د ناکامۍ خطر زیاتوي.

د نړیوالو څېړنو له مخې:
نژدې ۷۸۸ میلیونه کسان د پښتورګو په اوږدمهاله ناروغۍ اخته دي، چې دا شمېر د ۱۹۹۰ کال پرتله کابو دوه برابره شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وایي چې هر کال شاوخوا ۱.۵ میلیونه کسان د پښتورګو د ناکامۍ له امله له ژونده بې برخې کېږي.

د پښتورګو د روغ ساتلو مهمې لارې:

  • د وینې قند کنټرول کړئ: زیات خواږه یا قند د پښتورګو د فلټر کولو وړتیا کمزورې کوي.
  • د وینې فشار برابر وساتئ:  لوړ فشار د پښتورګو رګونه زیانمنوي او فعالیت یې خرابوي.
  • درمل بې‌ځایه مه کاروئ  د درد ضد یا مسکن او NSAIDs درمل که د اوږدې مودې په مخه وکارول شي، پښتورګو ته زیان رسوي.
  • پروټین په اندازه وخورئ  تر اړتیا زیات پروټین پر پښتورګو اضافي فشار راولي.
  • هره ورځ کافي اوبه وڅښئ: اوبه د فاضله موادو په ایستلو او د بدن په هایدرېشن کې مرسته کوي.
  • له زیانمنو کیمیاوي موادو ځان وساتئ: زهرجن مواد چې له خوړو، اوبو یا د پوستکي له لارې بدن ته ننوځي، پښتورګو ته خطرناک دي.
  • د کورنۍ روغتیا ته پام وکړئ: که په کورنۍ کې د پښتورګو ناروغي وي، منظم معاینات وکړئ.
  • وزن مو کنټرول کړئ: زیات وزن پر پښتورګو فشار زیاتوي او د شکر او لوړ فشار خطر لوړوي.
  • د پښتورګو منظم معاینات وکړئ: د وینې او بولو (ادرار) ټېسټونه د ناروغۍ لومړنۍ نښې پر وخت ښيي.
  • سالم ژوند غوره کړئ: متوازنه غذا، کافي خوب او ورځنی ورزش د پښتورګو فعالیت ښه کوي.

د مخنیوي ارزښت

پښتورګي ډېری وخت د “غلي قاتل” په نوم یادېږي، ځکه چې د دې ناروغیو لومړنۍ نښې اکثره نه ښکاري. خو د پورته احتیاطي تدابیرو په عملي کولو سره کولای شئ د خپلو پښتورګو روغتیا وساتئ او له دې خطرناکو ناروغیو ځان وژغورئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...