Homeخبرونهوټس اپ د خپلو کاروونکو لپاره پرېمیم پلان اعلان کړ

وټس اپ د خپلو کاروونکو لپاره پرېمیم پلان اعلان کړ

تاند (چهارشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۲ مه) پیغام لېږدونې مشهور اپلیکیشن وټس‌اپ د خپلو وړیا خدماتو تر څنګ د یوه اختیاري پریمیم سبسکرېپشن پلان د معرفي کولو تیاری پیل کړی، چې دا مهال یوازې د محدودو کاروونکو لپاره د بیټا په بڼه موجود دی.

د وټس‌اپ په وینا، د پریمیم پلان موخه دا ده چې کاروونکو ته اضافي او پرمختللې اسانتیاوې برابرې کړي، خو اساسي فیچرونه لکه چټ کول، غږیز او ویډیويي اړیکې، او د رسنیو شریکول به لا هم په بشپړ ډول وړیا پاتې شي.

په بیټا نسخه کې شامل احتمالي پریمیم فیچرونه ځانګړي سټیکر پیکونه، نوي ټېمونه او د اپلیکیشن د ظاهري بڼې بدلون، د لا ډېرو چټونو پن کولو اسانتیا، د چټ خبرتیاوو لپاره ځانګړي غږونه، او د اپلیکیشن د آیکن د خپلې خوښې مطابق بدلولو اختیار شامل دي.

 شرکت وایي، د دغو اسانتیاوو هدف دا دی چې کاروونکو ته په وټس‌اپ کې لا شخصي او ځانګړې تجربه ورکړي.

وټس‌اپ ټینګار کړی چې دا سبسکرېپشن به په بشپړ ډول اختیاري وي، او هغه کاروونکي چې پریمیم پلان نه اخلي، هغوی به هم د اپلیکیشن اساسي خدمتونه پرته له کوم لګښته کارولی شي. تر اوسه پورې شرکت د پریمیم پلان د بیې، وروستیو فیچرونو او د رسمي پیل نېټې په اړه څه نه دي ویلي.

د وټس‌اپ په وینا، دا ماډل یوازې د اضافي اسانتیاوو لپاره معرفي کېږي او کاروونکي به بشپړ واک ولري چې د خپلې اړتیا او خوښې له مخې دا سبسکرېپشن واخلي او که نه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په برلین کې د نوروز جشن نمانځنه

راپور: محبوب الله خان پل فرهنګي او کلتوري ټولنې په برلین کې پسرلنی جشن او نوروز ونمانځه. پل فرهنګي او کلتوري ټولنې د جرمني په پلازمېنه...