جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبنېکمرغه| ډاکتر ماخان میږی شینواری

نېکمرغه| ډاکتر ماخان میږی شینواری

نیکمرغه نو څه ته وایي؟

دا اند راته د څار صیب له نقد، چې د ډاکتر بهاند صیب د ،، اناکارینینا،، په ناول یې کړی ،،

وایي، چې له خبرو خبرې زېږي. دا سمه خبره ده، خو که څوک د چا په لیکنه څه لیکې، چې موږ یې نقد بولو، باید یو بل ته په کې پوره درناوی شته وي. ما دا څو ورځې د مخه د ښاغلي څار لیکنه ولوسته، چې د ډاکتر صیب بهاند په ژباړه یې کړې وه.

په هغې څه نه لیکم، ځکه چې ناول مې لوستی نه دۍ او په دې نقد باندې بیا منلي پسرلې صیب زما په اند یوه ښه غوره لیکنه کړې وه. زما موخه دلته په خوشحال او نیکمرغه کې دۍ، چې دې کې نو څه توپیر دۍ. څار په دې ډېر ټینګار کړی وو، چې ګوندې بهاند صیب ولې د نیکمرغه په ځای خوشحاله نه دۍ کارولی. زه همدې اړ کړم، چې دا په الماني ادبیاتو کې وګورم، چې هلته څه لیکل شوي. په الماني کې مې هم همغه غونډاله پیداکړه، چې له روسي ژباړل شوې وه.

چې دا له روسي په پښتو ژباړه یې، چې ډاکتر صیب بهاند کړې او په انګرېزي او الماني کې شوې

راوړم.

  • له روسي څخه  د ډاکتر صیب بهاند ژباړه او د انګرېزي ژباړه یې د څار صیب د لیکنې څخه رااخستل شوي. دا د ډاکتر صیب بهاند د پښتو ژباړه:

“ټولې نېکمرغه کورنۍ يو بل ته ورته دي؛ هره بد مرغه کورنۍ په خپل ډول بدمرغه ده.”

او انګرېزي
،،All happy  families are alike; each unhappy family is unhappy in its own way،،

دا لاندې یې الماني انډول:

،،Alle glücklichen Familien sind einander ähnlich; aber jede unglückliche Familie ist auf ihre besondere Artunglücklich،،

خبره د انګرېزي په  happy  او الماني په glücklich کې ده، چې سره انډول دي او که نه، هم تاسو سره ګډوم.

که زه دا له انګرېزي او الماني په پښتو وژباړم، نو دا به هرو مرو داسې وي، چې له انګرېزې څخه به خوشحاله او له الماني څخه به نیکمرغه آنډول ولیکم.

دلته فکر راغۍ، چې راځه اوس دا د الماني او انګرېزي ویونه سره پرتله کړه  يا ښه یې یو په بل د ګوګل

له لارې وژباړه یا یو د بل انډول وګوره چې څنګه دۍ؟

له ګوګل څخه ژباړې:  الماني انګرېزي او انګرېزي الماني:

happy  انګرېزي انډول یې  glücklich    الماني

ښاغلی څار په اند دۍ، چې خوشحال د نیکمرغه سیونونوم دۍ، خو  د ګلوکلېښ سونونوم هېپیلي دۍ، دا لاندې:

happily  په انګرېزي Synonyme glücklichد

د الماني  او انګرېزې یوه بله  یو په بل اړول شوې غونډاله هم درسره ګډوم:

Macht derjenige dich glücklich?

Do they make you happy?

همداسې له انګرېزي په الماني:

په ګوګل کې یې یو په بل ټیک همداسې دي لکه له الماني په انګرېزي، او همدا دوه یو د بل انډول غونډالې

هم راغلي، چې زه یې د بیا راوړلو  تېرېږم

د دې الماني وی انډول په فارسي کې خوشحال دۍ له ګوګل څخه او انګرېزي هم خوشحال دۍ.

zufrieden،glücklich ، fröhlich، roh:  له فارسي الماني  خوشحال

وایي    LUCK   ته بیا په انګرېزي ،   GLÜCK د الماني

چې په پښتو به ورته بخت ووایو او سر له اوسه ماته د دې له پاره، یعنې د بخت  له پاره هم  مرغ ښه او مناسب برېښي

لاس ته راوړنه: د الماني ګلیوکلېښ، د انګرېزې هېپي او د فارسي خوشحال انډول ویونه دي، نو دا نیکمرغه یې د پښتو انډول دۍ او باید وي. یا سینونوم او که بل څه؟

خبره اوس په نیکمرغه او خوښحال کې ده.

خوشحال د نیکمرغه سیونونوم، ځکه نه دۍ، چې خوشحال فارسي او نیکمرغه پښتو دۍ.

ما د الماني ګلوک ته د بختور فکر وکړ، خو دا نه شم ویلی بخت فارسي او پښتو دۍ، که څنګه؟ .

یو څوک چې خپل نږدې ملګری وګوري، نو ورته وایي: په لیدلو دې خوښ شوم با نیکمرغه یم، چې ومې لیدلې.

دالته زما په اند دا خوښ د نیکمرغه سونونوم دۍ.

موږ د خوشحال له پاره، چې خوشال یې بولو انډول نه دۍ میندلی، زما په اند انډول یې همدا نیکمرغه باید وي، خو دلته د اندونو ګډول هرومرو اړیین دي.

بله خبره د یوه نوم یا خوې په مخامخوالي کې ده، لکه چې موږ د نیک له پاره مخامخ یی بد کاروو. داسې کیدی شي، چې یو څوک نیک نه وي، خو داسړی کېدی شي بد هم نه وي یعنې یو څوک د چا سره ښه نه

کوي، خو بد هم نه کوي. زما په اند د نیک مخامخ که نه نیک او د بد مخامخ نه بد وي، څنګه به وي؟

وایو: دا سړی بد نه دۍ او همداسې دا سړی ښه نه دۍ.

یو څوک چې نیکمرغه نه وي، نو کېدی شي دا بدمرغه هم نه وي، نو له دې امله نیکرغه نه نیکمرغه یا نیکمرغه نه که ووایو څنګه به وي؟

د یو څه نه والی که په ،، نه ،، وکړو، نو څه فکر کوۍ.

که ستړي کړي مې وۍ، بخښنه دې وي، خکه چې لیکنې مې د نورو لیکنو سره مخامخ دي او  کورونا او  زړښت دۍ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب