دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د ځمکني توتاتو حاصلات زیات شوي دي

ننګرهار کې د ځمکني توتاتو حاصلات زیات شوي دي

تاند، سه شنبه، د ثور ۳۰ مه: د ننګرهار ولايت په خوږیاڼو او شیرزادو ولسوالیو کې د ځمکني توتانو  حاصلات زيات شوې دي.
د دې ولایت مسئولين وايي، چې هڅه کوي تر څو راتلونکو فصلونو کې دغه کښت ته وده ورکړې، تر څو چې حاصل يې د ننګرهار سربيره د هېواد نورو سيمو ته هم ولېږل شي.

د دې ولسوالیو بزګران وايي، چې سږکال د ځمکني توتانو حاصلات د تېرو کالونو پرتله څو برابره زیات شوي دي، خو له مسوولینو یې غوښتنه دا ده چې حکومت دې د بازار موندلو ترڅنک د ځمکني توت د ساتلو لپاره سړې خونې ورته جوړه کړي.

دوی همدا راز له حکومت غواړې چې، د ځمکني توتانو د کرکيلې، حاصلاتو ټولولو، ساتلو، بسته بندۍ او پلور په موخه ورته زمينې برابرې کړي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئيس انعام الله ساپی وايي، چې له څو کالونو راهيسې په دې ولايت کې په ازمايښتي ډول د ځمکني توتانو کرنه پيل شوې، چې ښه پايله لري.

نوموړی وايي، چې د ننګرهار اقليم ځمکنيو توتانو لپاره ښه مساعده ده نو له همدې امله يې بزګران له حاصل او مارکیټ څخه خوښ دي.
د کرنې رئیس وايي، چې په دې ولايت کې اوسمهال شپاړلس جريبه ځمکه کې ځمکني توتان کرل شوي دي چې په راتلونکې کې له ازمایښتي پړاو څخه د سوداګرۍ سټيج ته ځو او دا ولايت به د ځمکني توتانو صادرونکي په توګه موقف غوره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب