پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد زابل په میزانې ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین ښځې او...

د زابل په میزانې ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین ښځې او ماشومان وژلي

تاند، سه شنبه، د ثور ۳۰مه: د زابل ولایت میزانې ولسوالۍ په خاک تپه سېمه کې پر یو شخصي تونس ډوله موټر ماین چاودنې د ۲ ماشومانو په ګډون ۴ تنه وژلې او ۴ ښځې او ۴ ماشومان ټپیان دي.

د زابل ولایتي چارواکي وایي چې دغه چاودنه تیر ماښام ناوخته رامنځته شوې.

د زابل ولایت امنیه قومنداني په یوه خپره کړې اعلامیه کې وایي چې دغه ماین وسلوالو طالبانو ځای پر ځای کړی و چې هدف یې لا تر اوسه نه دی څرګند شوی.

خو وسلوالو طالبانو بیا تر اوسه د دې برید په اړه رسنیو ته څه نه دې ویلي خو افغان حکومت وایي، په وروستیو کې د دغې ډلې بریدونه پر ملکیانو او افغان ځواکونو زیات شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...