سه شنبه, مې 14, 2024
Homeمقالېکه جګړه دوام وکړي، کورونا به ناورین رامنځته کړي

که جګړه دوام وکړي، کورونا به ناورین رامنځته کړي

سميع الله صديق 

له بده مرغه په ورستیو کلونو کې جګړې، بې کاري، فقر او تلفاتو د افغان ملت پر اوږو دومره زور کړی دی، چې ممکن بل ملت د تاریخ په اوږدو کې نه وي تجربه کړی.

د جګړې په لسیزو اوږدېدو زموږ پر ټولنه داسي ناوړه اغیز کړی دی، چې په لسیزو به جبران نه شي. په همدې شرایطو کې په نړۍ او افغانستان کې د کرونا وبا خپرېدو بشري نړۍ له سختو ستونزو سره مخ کړه، خصوصا افغانستان چې له پخوا جګړې فقر او بې کارۍ ځپلی دی د دې وبا پر وړاندې سخت زیان منونکی دی.

په نوره نړۍ کې دولت او خیریه مؤسیسات د خلکو کورونو ته خواړه ور وړي، صحي وسایل په اختیار کې ورکوي، د لوږې او بازار د سقوط مخنیوي په موخه ملیاردونه بودجه مصرفوي او د صحت ټولې برخې یې پراخ امکانات په لاس کې لري او د تولید ځانګړي ظرفیتونه یې رامنځته کړي.

خو له بده مرغه د افغانستان سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت د کرونا پر وړاندي د مقاومت تاب نلري، له مخه لا له فقر، د صحي مرکزونو، تجهیزاتو، بودجې او لوړ علمي کدر له کمښت سره مخ دی. په داسي شرایطو کې که جګړه دوام پیدا کړي، فاجعه حتمي ده، ځکه:

– جګړه هغه خونړي حالت ته رسېدلې، چې د خلوک هوش او رواني حالت یې تر سخت اغېز لاندې راوستی دی، د ورځې لسګونه کسان وژل کېږي، ملکي خلک محفوظ ندي او هره ورځ د جګړې له امله درنې قربانۍ ورکوي. د مرکزی سویل لویديځ زون په اړوندو ولایتونو کې هره ورځ د سرې میاشتې کارمندان او رضاکاران د ښکېلو غاړو او ولسي خلکو لسګونه جنازې انتقالوي او زموږ د معلوماتو له مخې وینو او تلفاتو کرونا د خلکو له ذهنونو ایستلې.

– په جګړه کې صحي کارکوونکي په سمه توګه په سیمه کې صحي تعلیمات او خدمات نشي وړاندې کولای، دغه راز لکه مخکي چې وویل شول خلک په رواني لحاظ ندي اماده څو د کرونا په اړه واوري، ځکه رښتیا هم کرونا له افغان ټولنې څخه په کلونو د څو ورځو جګړې په اندازه قرباني نشي اخیستلای.

– د کرونا په دوران کې خلک د خوراکي توکو له کمښت او عوایدو له لاسه ورکولو سره مخ کېږي، نړیوال نهادونه او بشر پاله ادارې هغه وخت د بشري مرستو مالي ملاتړ کوي، چې له دقت او شفافیت څخه یې مطمئین شي او دا چاره د جګړې په روان شدت کې ناشونې ده.

– جګړه زموږ د روغتیایي ادارو، مرکزونو او پرسونل پر کار ژورې اغېزې لري، لاسرسی محدودېږي، د عاجلې برخې کارونه زیاتېږي، صحي مراکزو ته مراجعه محدودېږي…

له لري پرتو ولسوالیو او سیمو څخه زموږ د روغتیایي پرسونل او رضاکارانو د معلوماتو په اساس، په ډېرو سیمو کې په خلکو کې د کرونا ویروس نښې نښانې لیدل کېږي، خو له بده مرغه له یوې خوا د کرونا ویروس د صحي معایناتو د مرکزونو او امکاناتو کموالي او له بلې خوا د دې سیمو د خلکو نه لیوالتیا د تشخیص مخه ډب کړې ده. 

په ځینو سیمو کې داسي پېښې هم شته، چې څو کسانو د کرونا د نښو نښانو له امله ساه ورکړې، خو کورنۍ او دوستان یې دا خبره پټوي، ځکه دوی وېره لري چې بیا به یې په جنازه او فاتحه کې څوک برخه وانخلي، دغه راز په ځینو سیمو کې خلک په کرونا ویروس اخته کېدل شرم بولي او ډلې ډلې خلک د دغو مریضانو پوښتنې ته له کلو څخه ورځي.

د دې تر ټولو لوی لامل د جګړې ناوړه اغېزې، د خلکو نه معلومات، د روغتیایي مراکزو نه شتون، رسنیو او ارتباطي وسایلو ته نه لاسرسی دی.

د صحي وسایلو قلت او له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د داسي پالیسي نه شتون، چې پر واقعیتونو ولاړه وي تر ټولو ستر ګواښونه دي. د یو دخیل شخص په توګه، فکر کوم په افغانستان کې د کرونا پر وړاندې تر سره شوي تدابیر ډېر موثر ندي او موږ کولای شول په شته امکاناتو تر دې موثر اقدامات ترسره کړو. که له شته امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت سره په تطابق کې یوه جامع او هر اړخیزه پالیسي له کرونا سره د مبارزې په برخه کې پلي نشي ورځ تر بلې بحران ته نیږدې کېږو.

افغانان هغه وخت کولای شي د کرونا پر وړاندې مقاومت وکړي او د دې وژونکي ویروس ناوړه تاثیرات محدود کړي، چې د جګړې شدت کم شي، ټول اړخونه، روغتیایي او بشر پاله ادارې متحد عمل وکړي او ټول خپل رسالت ادا کړي.

سره لدې چې نړیواله ټولنه او نړیوال بشري نهادونه په افغانستان کې د کرونا ناویرین ته اندېښمن دي او د مرستې لیوالتیا لري، بیا هم زموږ د اړوندو ملي نهادونو لخوا داسي فعالیتونه او پروګرامونه ندي تطبیق شوي، چې رغنده موثریت ولري او د نړیوالو بشري نهادونو لا زیاته توجه جلب کړي.

موږ د مرکزي سویل لویدیځ زون د اړوندو شپږو ولایتونو (پکتیا، پکتیکا، غزني، میدان وردګ، لوګر او خوست) په لري پرتو سیمو کې چې د خلکو د سواد کچه ټیټه ده، روغتیایي مرکزونه کم دي، رسنیو، انټرنیټ او ټکنالوژي ته لاسرسی په نشت حساب دی، د روغتیایي کارمندانو او رضاکارانو پر مټ د عامه پوهاوي، روغتیایي تعلیماتو، سکریننګ او دواپاشۍ پروګرامونه پلان کړي او د نهضت له نړیوالو همکارانو سره یې د تمویل او تجهیز په موخه په تماس کې یو.

هیله ده جګړه مهاره شي، خلک کرونا جدي ونیسي او مسؤل نهادونه خپل مسؤلیت په ښه توګه ادا کړي، څو دا ملت له کورونا سره د مبارزې توان پیدا کړی.

1 COMMENT

  1. یقیناً که د افغانستان جګړه پای ونه مومي لوی ناورین به را منځ ته شي، ځکه کرونا (اوبا) یو ډېر غټ آفت دی چې ټولې نړۍ کې یې مرګ او امیر رامینځ ته کړ، نو که دواړه (جنګ او کرونا) په دې مظلوم او ناچاره ملت په یو وخت روان وي دا ملت به ډېر انساني او بنیادي تلفات ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب