Homeخبرونهخلیلزاد دوحې ته تللی او کابل ته هم راروان دی

خلیلزاد دوحې ته تللی او کابل ته هم راروان دی

تاند، سه شنبه، د ثور ۳۰مه: د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې د هوکړې په اړه د لا پرمختګونو د رامنځته کولو لپاره د دوحې اوکابل په سفر راوتلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، نوموړی به د تاوتریخوالي کمولو او بندیانو د چټکې تبادلې لپاره د اړینو اقداماتو په اړه د بحث تر څنګ د وروستي خنډو ځنډ په اړه هم له افغان حکومت او طالبانو سره خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي، خلیلزاد د می په ۱۷مه کابل او دوحې ته په سفر روان شوی او هغه به افغان چاراکو سره د بین الافغاني مذاکراتو د ژر تر ژره پیل لپاره د چټکو اقداماتو په پیلولو لیدنه وکړي.

امریکا تر اوسه د دوحې د لیدنو جزیات نه دي خپاره کړي خو وايي، دغه هیواد د افغان کشالې د غورهحال لپاره د ټولو لوریو په راټولولو ټینګار لري او هڅه هم ورته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د سولې په مخه کې خپل لوی خنډ هوار کړی او عبدالله عبدالله سره یې د روغې جوړې په ترڅ کې هغه د مصالحې شورا رئیس ټاکلی دی.

1 COMMENT

  1. دا ډیر ګرځي ، په کرونا به اخته نشي .
    د مظلومو افغانانو په کیسه کې ندی، خو د خپل شرمیدلي تړون له پاره هلې ځلې کوي ، چې خپلې پښې د افغانستان نه وباسي .. لکه د ویتنام په شان مو دلته هم ګلان وکرل ..
    دا سړی د طالبانو نه دفاع کوي، د هغوی سپیناوی کوي، د هغوی نه د ویاند او مدافع وکیل په شان ملاتړ کوي ، او د افغان حکومت دریځ ردوي ،کوم چې د مظلومو ولسونو اواز او استازیتوب کوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...