سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهوالسټریټ ژورنال: د غني او عبدالله هوکړې افغانان طالبانو ته یو موټی...

والسټریټ ژورنال: د غني او عبدالله هوکړې افغانان طالبانو ته یو موټی کړل

تاند، سه شنبه، د ثور ۳۰مه: امریکايي والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د ولسمشر غني او عبدالله هوکړه هیله بخښونکې بللې ده.
د ورځپاڼې په وینا افغانستان تېره اوونۍ د خونړیو پېښو سره لاس و ګریوان و خو د اوونۍ په پای کې دغه هیواد کې یوه سیاسي هوکړه یو مهم پرمختګ و.

ورځپاڼه وايي، دا سیاسي هوکړه په دې معنا ده چې افغانساان به د طالبانو پر وړاندې مذاکراتو کې متحد او د یو موقف خاوند وي.
ورځپاڼه همدا راز وايي، که څه هم طالبانو بریدونو ته دوام ورکړی دی، خو امریکا هیله منه ده چې له دې وروسته طالبان له افغان لوري سره مخامخ خبرو ته حاضر کړي

ورځپاڼه وايي، د غني او عبدالله هوکړه دا معنا هم ورکوي چې افغان مشران کولی شي خپل شخصي اختلافات یوې خواته کړی او ملي ګټې وساتي.
دا په داسې حال کې ده چې له اوږدو کورنیو ناندریو وروسته د کورنیو منځګړو په توسط د یکشنبې په ورځ عبدالله عبدالله د مصالحې شورا ریاست او د اشرف غني ولسمشري ومنله، چې دا کار یې په ملي او نړیواله کچه له هرکلي سره مخ شو.

1 COMMENT

  1. یو پخوانی متل دی وایی: یو ځان شرموی اما ځینی ټول قوم شرموی. عبدالله خو له سره شرم نه لری هغه داسی دی لکه فاحشه. خو په خدای چی غنی هم و شرمولو. زه حیران یم چی دوی څنګه یو اوبل ته ګوری. ځینی بیا وایی په سیاست که شرم نشته دی. والله نو دغه سیاست هم لکه د عبدالله او غنی غوندی دی.
    که زه د غنی پرځای وای استعفا او یا بیا ځلی انتخابات.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب