جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبان: هڅه کوو جهتونه د جنګ له پالیسۍ اوښتلو ته قانع کړو

طالبان: هڅه کوو جهتونه د جنګ له پالیسۍ اوښتلو ته قانع کړو

تاند، سه شنبه، د ثور ۳۰مه: طالبان وایي، هڅې کوي ټول جهتونه دې ته قانع کړي تر څو د جنګ له پالیسۍ نه لاس په سر شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پیام افغان په نوم تلویزون ته ویلي، دوی غواي هغه غوټه چې د نظامي لارې خلاصیږي د سیاسي هڅو له لارې خلاصه شي.

نوموړي زیاته کړه، حکومت باید له رامنځته شوي فرصت نه د سولې لپاره اعظمي استفاده وکړي خو په وینا یې دوی به له یو مفسد نظام سره شریک نشي.

که څه هم طالبانو تازه غزني کې د اسلامي ثقافت په مرکز برید کې ۱۷ میلیونه ډالر تاوان اړولی او مسوولیت یې هم منلی خو طالب ویاند پر ملکي تأسیساتو وروستي بریدونه داحمقې ډلې کار وباله او زیاته یې کړه چې دښمن هڅه کوي له داسې بریدونو څخه زمونږ پرضد تبلیغاتي استفاده وکړي.

مجاهد ټینګار وکړ چې طالبان له ګاونډیو هیوادونو سره د ګاونډي توب د اصل مطابق ښه روابط غواړي او له ګاونډیانو یې هم وغوښتل چې د ګاونډي توب له اصل سره سم باید اړیکې په ملي کچه وپالي او له مداخلو ډډه وکړي.

نوموړي زیاته کړه، ډیورنډ کرښه د دوه ملتونو مسئله ده، موږ دا حق نه ځان او نه بل نظام ته ورکوي چې په دې باندې تصمیم ونیسي: ((په دې اړه باید دواړه ملتونه پریکړه وکړي په داسې وخت کې چې مونږ له جنګ وتلي یو او سالم واحد مرکزي نظام منځته راغلی وي.))

نوموړي د بندیانو د نه خلاصون مسئولیت امریکا ته راجع کړ او د روانې شخړې په تړاو یې وویل هغه څوک چې بمبارونو او بریدونو ته دوام ورکوي، د مرګ ژوبلې پړه هم د هغوی په غاړه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت سرپرست رئیس احمدضیا سراج وايي، طالبانو د خپل لجاجت او تاوتریخوالي څخه ډک ذهنیت له مخې تر اوسه له امریکاسره د سولې د هوکړې هیڅ برخه باندې عمل نه دی کړی، بلکې د جګړې لپاره یې له پاکستاني مدرسو زده کوونکي راوستي دي.

نوموړي پرون د امنیتي او دفاعي مشرانو په خبري ناسته کې وویل، طالبان د سولې هوکړه خپله بریا ګڼي او له همدې کبله یې پر افغان ځواکونو تر بل هر وخت د بریدونو په زیاتولو ۳۸۰۰ حملې کړې دي او پسرلني عملیات یې له اعلانولو پرته پيل کړي دي.

د ښاغلي سراج په خبره طالبانو د کوټې شورا او نورو برخو کې د جګړې د توندولو لپاره نوي تغییرات راوستي دي او د القاعده، ایغوریانو، لښکر طیبې سره یې اړیکې د پخوا په پرتله نورې هم ټینګې شوې دي:.

د سراج په خبره طالبانو له پاکستاني دیني عالمانو سره پر خپل یو نوي منشور کار پیل کړی چې د دوی په فکر د امارت له حاکمېدو سره به یې پلی کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب