جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکابل: د افغاني مذاکراتو لپاره سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع ته اړتیا ده

کابل: د افغاني مذاکراتو لپاره سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع ته اړتیا ده

تاند، سه شنبه، د ثور ۳۰مه: : په داسې حال کې چې د ولسمشر او عبدالله عبدالله تر منځ د سیاسي هوکړې په لاسلیک سره د افغان سولې لپاره پراخې هیله مندۍ رامنځته شوې او د سېمې ډیری هیوادونه د بین الاافغاني خبرو د پیل غوښتنه کوي، خو افغان حکومت بیا وایي، چې، دا خبرې او د سولې پروسه هغه وخت بریالۍ کیږي چې د سېمې او نړۍ هیوادونه صادقانه همکاري وکړي.

تیره ورځ روسې، چین، ایران او پاکستان له افغان حکومت وغوښتل چې بین الاافغاني خبرې پیل کړې.

خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري بیا تیر ماښام له رسنیو سره په خبرو کې ویلې چې د افغانستان د سولې لپاره د سیمې او نورو هېوادونو صادقانه همکاري ضروري ده.

بل‌خوا ولسمشر محمد اشرف غني هم پرون یو وار بیا وویل چې بریا په جګړې نه‌ ترلاسه کېږي.

ښاغلي غني چې د کورنیو چارو وزارت په انګړ کې خبرې کولې وویل، د سولې د کومې هڅې لپاره به پر امنیتي ځواکونو معامله ونه‌شي.

په پام کې وه بین الاافغاني خبرې د مارچ میاشتې پر ۱۰مه نیټه پیل ش خو تازه بیا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د قطر او افغانستان په سفر وتلی تر څو د افغاني مذاکراتو لپاره نوې نېڼه معلومه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب