جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د دوه کورونو د چت پریوتو پېښه کې ۱۴ کسانو...

ننګرهار کې د دوه کورونو د چت پریوتو پېښه کې ۱۴ کسانو ته مرګژوبله اوښتې

تاند، سه شنبه، د ثور ۳۰مه: جلال اباد ښار کې د چت پريوتو ۴ تنه ماشومان وژلي او ۶ نور ټپيان دي.

دغه پېښه تیر ماښام جلال اباد ښار کې د توپاني باد له امله رامنځته شوې.

د ولایتي چارواکو په وینا چې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند مجبور اباد سيمه کې د محمداغا په نوم د يو تن د کور چت پريوتو له امله څلور ماشومان وژل شوې او دوه تنه نور ټپيان دي.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي چې د دې ښار لومړۍ ناحيې اړوند قول اردو فاميلو سيمه کې هم د يو چت پريوتو له امله څلور تنه نور ټپيان شوي دي .

د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال به توفان، بارانونو او سیلابونه ۷ میلیونه افغانان اغیزمن کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب