سه شنبه, مې 14, 2024
Homeمقالېسیاسي هوکړه او ټول شموله حکومت؛ سیاسي افتراق او که سیاسي اشتراک...

سیاسي هوکړه او ټول شموله حکومت؛ سیاسي افتراق او که سیاسي اشتراک تمثیلوي؟

استاد عبدالله ويديال

د سیاسي هوکړې او ټول شموله حکومت په تړوا ځیني په احساساتي ډول ګیله من دي چې ګواکې پر رایو یې بربنډه معامله وشوه، ځیني بیا اندېښنه لري چې نور په هېواد کې ټاکنو خپل رول او اهمیت له لاسه ورکړ، د ځینو انګېرنه بیا دا ده چې نوی حکومت به سیاسي ناندرۍ، ناکرارۍ او بې ثباتي وزېږوي او ځیني نور بیا سیاسي هوکړه د خپلي ډلې بریا یادوي، دغه ګیلې، اندېښنې، انګېرنې او لاپې سره له دې چې نه له سیاسي واقعیتونو سره اړخ لګوي او نه منطقي صبغه لري، مګر بیا هم د مکث او درناوي وړ دي، ځکه چې انګېزه یې سپېڅلي او له سپېڅلو آرمانونو سره د لېوالتیا او تلوسې ښکارندویي کوي.

د هېواد د اساسي قانون د (۴) مې مادې پر بنسټ ملي حاکمیت په خلکو پورې اړه لري چې په مستقیم او یا یې په نامستقیم ډول  (د خپلو استازو په وسیله) اِعمال او تمثیلوي، په ټاکنیز بهیر کې د عدالت د تأمین په موخه د اساسي قانون (۸۳) یمه ماده لارښوونه کوي چې د ټاکنو قانون باید د هېواد د ټولو خلکو د واقعي او عادلانه استازیتوب د تمثیل په پار د یو شفاف ټاکنیز نظام او میکانیزم د تضمین لپاره اړین او مؤثر ګامونه پورته کړي؛له دې امله ویلای شو چې په هېواد کې سیاسي زعیم او زعامت باید د عادلانه او رڼو ټاکنو زېږنده وي، د سیاسي زعامت د ټاکنې په برخه کې رڼې ټاکنې بې بدیله وسیله او پدیده ګڼل کېږي یا په بل عبارت  د سیاسي زعامت مشروعیت په رڼو او عادلانه ټاکنو کې نغښتی دی، د سیاسي زعامت مشروعیت په سیاسي فلسفه کې خورا مهم او محوري مفهوم دی، په سیاستپوهنه او سیاسي ټولنپوهنه کې سیاسي مشروعیت له ښې حکومتولي او له هغې پایلې سره چې خلک یې تمه لري مستقیماً متناسب دی، په سیاسي ادبیاتو او ترمینالوژي کې، له کمي او کیفي اړخه له سیاسي نظام څخه د خلکو د ملاتړ کچه د هغه نظام د سیاسي اقتدار د توجېه په پار د مشروعیت په معنا ده.

عادلانه او رڼې ټاکنې د سیاسي زعامت د وسیلې په توګه باید ټول شموله، آزادې (سري)، مستقیمي او برابري (مساوي) وي، یا په بل عبارت ټول شمولیت، سري توب، مستقیم والی او مساوي توب د عادلانه ټاکنو اصول او ځانګړنې دي، که په ټاکنیز بهیر کې له یادو اصلو څخه سر غړونه وشي دغه ډول بهیر په خپل ذات کې یو نا مشروع بهیر ګڼل کېږي، کله چې د زعامت د تعیین وسیله خپل مشروعیت له لاسه ورکړي ښکاره ده چې دغه ډول زعامت به له تردید پرته د خلکو له ملاتړ څخه بې برخې وي.

اوس دا پوښتنه مطرح کېږي چې وروستۍ ولسمشریزې ټاکنې ټول شموله، مساوي او یا برابري وې؟ 

په ټاکنو کې د ۱،۸۲۳،۹۴۸ تنه خلکو اشتراک د ټول شموله ټاکنو څرګندویي کولای شي؟

آیا ولس د ټاکنو پر تر سره کېدو ټینګار کاوو؟

 آیا ټاکنې په هېواد کې د اړونده نافذه قوانینو له روح او لارښوونې سره سمې ترسره شوې؟

دغه او دې ته ورته پوښتونو ته ځوابونه به له شک پرته منفي وي، نو غوره به دا وي چې له ګیلو، سیاسي تربګنیو، ناندريو او ښکنځلو تېر شو او د زغم او حوصلې لاره خپله کړو د سیاسي مشرانو تر منځ سیاسي هوکړې ثابته کړه چې یواځې رڼې او واقعي ټاکنې د ملت برخلیک ټاکلای شي، سیاسي هوکړې په هېواد کې د رڼو او عادلانه ټاکنو د رول او اهمیت کچه را ټیټه نه، بلکې لا لوړه او تثبیت کړه.

نو راځۍ چې نوی ټول شموله حکومت په نېک پال ونیسو! او د آیډیالیزم پر ځای د سیاسي ریالیزم لاره خپله کړو، هیله ده چې نوی حکومت به د خپلو دندو او مسؤولیتونو د ډلبندي په ترڅ کې سولې ته لومړيتوب ورکړي، ځکه د سولې، ټولنیز نظم، امنیت او ثبات تأمینول د دولتونو وجودي فلسفه او منطق ګڼل کېږي، هیله ده چې دغه سیاسي هوکړه به سیاسي بېلتون پر سیاسي ګډون بدل کړي، د داخلي با نفوذه جهتونو، کړیو او افرادو سوله ئیزې هڅې به ګړندۍ، هم مسیره او هماهنګې کړي، کېدای شي د سولې په باب به د مشرانو صادقانه هڅې د ټول شموله حکومت د سیاسي مشروعیت د تشې ستونزه تر یو بریده جبران کړي.

 

د هوسا،سر لوړي او آباد افغانستان په هیله

۱۳۹۹/۲/ ۲۸

3 COMMENTS

  1. افغانانو دیموکراسی وشرموله. خو بیا هم په دیموکراسی افغان وژنی. بد ریالیزم.

  2. چيرته چه ناپوهي خپل اوج ته ورسيږي سياسي لوټماران به داسي خپل ګټي سيستم به تکراري منځ ته راولي چه جوړه يي په نوره نړی کي نه ليدله کيږي.

  3. دخداى په نامه
    خداى وکړي چې دا سياسي هوکړه ليک په سياسي بدلون وانه وړي ۔ له هرسه نه دمخه بايد سولې ته لومړيتوب ورکړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب