Homeخبرونهیوناما: اپریل کې طالبانو لومړۍ درجه او دولت دوهمه درجه ملکي تلفات...

یوناما: اپریل کې طالبانو لومړۍ درجه او دولت دوهمه درجه ملکي تلفات اړولي

تاند، سه شنبه، د ثور ۳۰مه: د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یوناما وايي، افغانستان کې د طالبان او افغان حکومت  له لوري بریدونو کې د ملکي وګړو تلفات ډېر شوي دي.

یوناما په خپل راپور چې نن ( سه شنبه غويي ۳۰ ) یې خپور کړی، ویلي چې د جګړې ښیکلې غاړې د ملکي وګړو د تلفاتو لامل دي او له همدې امله یې د جګړې د درولو بېړنې غوښتنه کړې ده.

د یوناما د تازه راپور د لومړنیو معلوماتو له مخې طالبانو او افغان ملي امنیتي ځواکونو لخوا د ترسره شویو عملیاتو له امله د اپریل په میاشت کې د ملکي تلفاتو د ډیریدو ښکارندویي کوي.

راپور کې ویل شوي چې طالبان اپریل میاشت کې د ۲۰۸ ملکي کسانو د تلفاتو مسؤل دي، چې د ۲۰۱۹ کال د اپریل میاشتې په پرتله ۲۵ سلنه ډېروالی ښکاره کوي.

یوناما د افغان امنیتي ځواکونو له لوري بریدونو کې هم ملکي کسانو ته د بې سارې مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

راپور کې ویل شوي چې افغان امنیتي ځواکونو اپریل میاشت کې ۱۷۲ ملکي کسانو ته تلفات اړولي چې د ۲۰۱۹ کال د اپریل میاشتې په پرتله ۳۸ سلنه ډېروالی پکې راغلی دی.

یوناما اندېښنه څرګنده کړې چې ښکیل لوري د جګړې پر مهال نړیولو بشري قانون ته درناوی نه کوي، او ویلي چې په روغتونونو برید، د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د هوايي بریدونو پر مهال له احتیاط څخه کار نه اخیستل هغه څه دي چې د ملکي تلفاتو د ډېرېدو لامل ګرځېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...