دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبکره کتنهد هادي شاعري/ عارف خزان

د هادي شاعري/ عارف خزان

هادي دا ژوند مې دومره تنګ کړي کله
وایم په خپل تندي ګوزار وکړمه

شعر علم نه دی؛ هنر دی او هنر بیلا بیل اړخونه لري. له همدې کبله، هر څوک له یوه شعره د خپلې پوهې او درک سره سم او له بېلا بېلو اړخونو هغه ته په کتو سره د هغه بېلابېلې ماناوی او تعبیرونه کوي. که خبره داسې وي، نو زه شعر ته کوم ټاکلی تعریف نه لرم. یا په بله خبره، شعر ټاکلی او ځانګړی تعریف نه لري.

زه چې همدا اوس د هېواد د نوموتي شاعر، لیکوال او ژورنالیست، عبدالهادي هادي صاحب «اخ چې لنډې فاصلې وای…» لولم، نو همدغسې یو قضاوت کوم.

هادي صاحب په خپل ژوند کې د تاو تریخوالی ډیرې تجربی لیدلې او هغه یې زغملی دي؛ خو زه چې د هغه هر غزل او یا نظم لولم، په هغې کې مینه، محبت، صمیمیت او انسانی عاطفه له ورایه ځلیږي. په لومړي سر کې داسې ښکارې چې  هغه یوازې یو مین شاعر دی. خو خبره داسې نه ده؛  هغه د ژوندانه د حالاتو د تودو سړو د انځورولو او تصویرولو نوښتګر شاعر هم دی.
زما په اند د هغه د «شرارت» تر سرلیک لاندې غزل د مینې یوه ښه بیلګه ده چې انساني عاطفه پکې څپې وهي:

واه د نور د کرښو تلاوت نه و نو څه وو دا
جوړ دې په محفل کې قیامت نه و نو څه وو دا

زما چې د زړګي په درزا ټول عالم خبر شولو
ستا د شوخو سترګو شرارت نه و نو څه وو دا

نن چې مخامخ شوو زموږ  دواړو رنګ الوتی وو
بل که په زړه اور د محبت نه و نو څه وو دا

چا به چې زما خبره وکړه ته به سره شولې
دا دې که له ما سره الفت نه و نو څه وو دا

تا به دې د حسن غزل بیا بیا رانه وغوښته
ستا پر ښکلو شونډو باندې ست نه و نو څه وو دا

ډېرې اوږدې شپې مې ستا د زلفو ذکر وکاوه
وایه که ځانګړی ریاضت نه وو نو څه وو دا

ستاسو په مالت کې هادي ټولو خلکو وپیژاند
رنګ دې که د مینې په تومت نه و نو څه وو دا؟

هادي صاحب، یو با مسولیته او د خپل وخت او زمانې په تودو سړو پوه او خبر شاعر دی. هغه د ځینو شاعرانو په ډول یوازی قافیې او ردیفونه یو د بله سره نه کتاروي او نه هم د تورو او کلمو سره لوبې کوي. هغه د خپل چاپیریال د هغو بدو پیښو او ترخو ناخوالو روښانه او رونډ انځور د «دا خلک او دا ښار» تر سر لیک لاندې په دې ډول زموږ مخې ته ږدي:

مالدار خلک به ډیر وي، سړي کم دي په دې ښار کې
ذره عقل یې نه شته، داسې هم دي په دې ښار کې

د پنډو کتابونو او ویب پاڼو ، شا ته پټ وي
په خدای له جهله چوي، چم په چم دي په دې ښار کې

د ګیډې غم یې نه شته ، په فتنو سره اخته وي
یو څو خو د دجال بچي، سم دم دي په دې ښار کې

ماضي ده ورنه ورکه، او له حاله دي په تیښته
بې مینې، لکه مړي، یو رقم دي په دې ښار کې

رښتیا یې که زړه تنګ وي، دا وطن یې نه خوښیږي
حیران یم چې بیا ولې، دلې تم دي په دې ښار کې

د اهل او د غله او د قاتل توپیر یې نه شي
هر چا دلې لمبلي، په زم زم دي په دې ښار کې

په دې ډول وینو چې هغه په دې شعر کې د خپل ښار حالت او وضعیت چې د هغه چاپیریال او د هغه استوګن ځای هم دی، په ډېر هنري مهارت او ټول مسولیت داسې انځور کړی چې لوستونکې یې نندارې ته په پوره پاملرنه تم کیدای شی.

که موږ غواړو چې زموږ شعر تلپاتې شي، یا په بله وینا، یوه اوږده موده ژوند وکړي، باید د نوښت لاره خپله کړو. په هر هغه شعر کې چې نوښت نه وې، د پنځول کیدو سره سم مري. موږ ځینی شاعران لرو چې د شعرونو ټولګي یې بې شمیره دي؛ خو که موږ وغواړو د دغو ټولو ټولګو شعرونه ولولو، نو دوه شعرونه به هم پکې زموږ خوښ نه شي.

   لامل یې هم دا دې چې نوښت پکې نه شته. که شاعر په مسوولیت سره شعر ولیکي او په هغې کې د خپلې زمانې او د خپل وخت حالات راونغاړی، زه پوره باور لرم چې هر شعر او هر بیت به یې خامخا د لوستونکې او یا اوریدونکي خوښ شي. زموږ هادي صاحب، د همدغو نوښتګرو شاعرانو په ډله کې یو یاد شاعر دی.

د هادي صاحب په شعر او شاعرۍ ‌ډېري خبري او بحث کېدی شې، خو زه خپلې خبرې همدلته را لنډوم او تاسې ددې ټولګې شعرونو ته رابولم.

په درنښت
عارف خزان
د اپریل ۲۰، ۲۰۱۶ کال
مریلند، د امریکا متحده ایالات

1 COMMENT

  1. خزان صاحب سلامونه !
    د هادی د شاعری په هکله مو بیخی سمه خبره کړی ده. خوښه می شوه په غور می ولوسته. نه یواځې د ده اوسنی شعرونه بلکی هغه پخوانی، په تیره د اویایمی شمسی لسیزی شعرونه یی لا زیات ښکلی وو. فکر کوم ۱۳۷۸کال و چی وروستی ځل می ارباب روډ کی ولید بیا می ونه لید. اوس ورته پیشنهاد کوم چی د هغو کلونو د اشعارو یوه ټولګه دی برابر ه کړی . هغه وخت لا کمپیوټر او افغانی سایتونه نه وو، د ده ځینی شعرونه می له اخبارونو راټول کړی وو را سره وو، خود کډو او ناخوالو له لاسه را څخه ورک شول. خدای دې روغ او سلامت لری. له مریلاند څخه سدنی ته زما له خوا سلامونه ورواستوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب