شنبه, اپریل 27, 2024
Homeکلتورسینماد ترکیې سینما د شربت ګلې په ژوند فلم جوړوي

د ترکیې سینما د شربت ګلې په ژوند فلم جوړوي

میرویس جلالزی –

په پیښور کې د اتیایمي لسیزي پر مهال د کډوالې پیغلي شربت ګلې په نامه د افغان نجلۍ يو انځور چې شاوخوا ۳۰ كاله وړاندې د يو تن امريكايي عكاس سټيو مركوري لخوا اخيستل شوى و، نړيوال شهرت تر ګټلو وروسته حتی د دې سبب شو چې اوس پرې فلم جوړیږي.

د راپورونو له مخې، دا دى اوس  د تركي فلمونو او ډرامو يوه اداكاره د شربت ګلې له كيسې نه په الهام اخيستلو سره وپتيله چې په افغانستان كې فلم جوړ كړي.

شربت ګله
شربت ګله

دا ښكلې اداكاره اويكو كره يل نوميږي چې د `غبار` په نامه يو فلم كې چې په افغانستان كې جوړ شوى دى كار كړى. كره يل په فلم كې د عزرا په نامه د يوې افغانې نجلې رول لوبوي چې د خپل مور د وصيت د پوره كولو لپاره افغانستان ته ځي.

اويكو كره يل ددې فلم د جوړولو په موخه په افغانستان كې يوه مياشت تېره كړې ده.

ټاكل  شوې ده چې دا فلم په كاناډا كې د مونتريال د فلمونو په نړيوال فيستيوال كې د لومړي ځل لپاره په نړيوال سطحه نندارې ته وړاندې شي.

د شربت ګلي د  فلم جوړونكې چې ګوزده كورال نوميږي وايي چې په افغانستان كې د فلم جوړول دده په ژوند كې تر ټولو لويه تجربه وه.

اويكو كره يل چې د `افغانې نجلې` د ژوند كيسې ورباندې اغېزه كړې ده وايي چې “ كله چې په افغانستان كې د فلم د جوړولو په اړه ورته وړانديز وشو نو په لومړي سر كې يې تردد وكړ خو كله چې هلته لاړه نو د افغانانو د تود هركلي سره مخامخ شوه.

د غبار په نامه فلم چې كابل په لارو او كوڅو كې ډك شوى دى په كې د مينې او هجران كيسه د سينما پردې ته لېږدول شوې ده.

1 COMMENT

  1. دافلم باید افغاني سینما ستورو لخوا جوړ شوی واي اول باید یو افغاني لیکوال ددي دژوند مغصومیت مظلومیت او مهاجرت کیسه په لیکل شوی بڼه لیکلی وای بعد ددی نه دسینمایي لوبغاړو لخوا پري فلمي کار شوی وای نو کیدای شي چي دغه فلم په نړیواله کچه دشربت ګلي ته نور شهرت هم ورکړی وای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب