چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبلنډه کیسهسوالګر / اجمل پسرلی

سوالګر / اجمل پسرلی

په زاړه پراګ کې دا څو کاله وشو چې د شناوۍ ږیري یو سړی وینم، توله یې په لاس کې وي، نغمه ږغوي. څنګ ته یې تور غټ سپی غلی پروت وي.

د دې سړي مخې ته یو ډبی ایښی دی، یو نیم لاروی وروګرځي څو میده روپۍ ورواچوي.

د دې سړي نغمه خوندوره ده. په دې ښار کې په لارو کوڅو کې خلک غلي دي او له دوکانونو بهر د موسیقي غږ هم نه راوځي، نو په همدې سیمه کې د ده موسیقي چوپتیا ماتوي. دا موسیقي داسې پسته ده لکه د سیند د غاړې د اوبو غینګۍ.

نن چې کله د دې سوالګر مخې ته تیریدم نو چکی مارټین راسره و. زه لږ ورو شوم. ماریټن وپوښتلم، څه دې دلته پکار و؟

ما په سترګو ړوند سوالګر ته اشاره وکړه:

– د دې سړي نغمه خوند راکوي

مارټن جیب ته لاس کړل، څو میده کراون پیسې یې د سوالګر مخې ته په ډبي کې ورواچول، کړنګ کړونګ شو خو د سوالګر نغمه یې ماته نه کړه او هغه خپلې تولې ته پسې پوف کړل.

ما مارتین ته وویل: زموږ په وطن کې چې سوالګرو ته پیسې ورکوو هغوی دعا راته کوي ستاسو سوالګر ځان نه پوهوي.

مارټین راته وویل، هغه چاته پیسې باید ورنه کړو چې څه موږ ته په دې دنیا نه راکوي، دغه سوالګر خو موږ ته نغمه غږوي خو د ده نغمه مفته ده ځکه نو د خلکو خوښه چې څو روپۍ ورته ږدي. خو ته غوږ شه.

مارټین غلی شو بیا یې وویل، په دې سوداګرۍ کې موږ ګټه وکړه لږ کراون مې ورکړل او د دې سړي له نغمې مې دغه اوس تر ورکړیو پیسو ډیر خوند راټول کړ.

3 COMMENTS

  1. اجمل ګله ، لیکنې دی لکه د تل په څېر خوندورې دي الله دې راته روغ او تل بریالی لره. زه خو همیشه وایم ، چې مشې له نظره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب