محمديار ـ يار ته!
بحر د خولو، اوښکو او وينو د ملت روان
هر لوری ګردابلېونی، هر لوری وحشت روان
غم توپاني شوی دی او درد په ټول طاقت روان
چېرته د ملت قامت؟! ته وګوره قيامت روان
***
بحر د خولو، اوښکو او وينو کې ملت روان
چېرته تقدس غرق شو او چېرته دی عظمت روان؟!
وايي يو څوک غرق دې شي، دا کفر سلامت روان
دا اولاد د کفر پرېږده؛ وي په ندامت روان
***
پېر دی که ملا دی د بېړۍ څنډې يې ماتې دي
دوی وايي د بل جهان زر حورې موږ ته ناستې دي
های، های د ژونديو د نړۍ څنډې يې ماتې دي
دوی وايي، دوزخ ته ځئ، زموږ جنت ته ځغاستې دي
***
خان دی که وزير دی د ساحل په څنډه ساز ته ناست
ډوب په عيش و نوش کې د مستيوو انداز ته ناست
حورې د دنيا ترې تاو، ابليس ته، ناز و نياز ته ناست
هره شېبه عشق، هره شېبه و بل اغاز ته ناست
***
ګڼ ځېټور ناست د بحر غاړې ته مزې کوي
ګل، ګل جينکيو او شرابو ته ټپې کوي
وېښ په خمارونو پر ګلپاڼو باندې شپې کوي
غم د ډوبېدونکې بېړۍ هم لکه کيسې کوي
***
ګوره د بېړۍ په ماته څنډه يو سړی ښکاري
چيغې د فلاح وهي، نيم ځانه، مېړنی ښکاري
وايي تسبيحات د حق، ملت ورته زړګی ښکاري
څوک ورته منصور وايي او چا ته لېونی ښکاري