جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبطنزونهانځرآکا څنګه د موډ ضد دریځ کې بریالی شو؟!/ حبیب الله...

انځرآکا څنګه د موډ ضد دریځ کې بریالی شو؟!/ حبیب الله بختیال

موډ او فیشن که له سریالونو او یا فلمونو څخه په تقلید مینه وال پیدا کوي او که په بهر کې د یو چا خپلوانو ساټ او باټ څخه په کاپي کولو عملي کیږي ټولو ته هماغه د ورځې موډ نوم ورکول کيږي. ویل کیږي چې په پخوا زمانو کې چې د ډلو او ټپلو دوران ؤ، نو یوې ډلې د مخالف لوري مشر ژوندی نیولی ؤ او د دواړو لوریو تر منځ د کوم منځکړي په مرسته د نیول شوي مشر د راخلاصون چاره بریالۍ شوه او وروسته له هغه یې آزاد کړ، چې په وینا یې د خپل لاس نښه یې پکې پریښوده او د نیول شوي مشر یو غوږ یې نیمايي پرې کړ او له هماغې ورځې وروسته به یاد نیم غوږي مشر خپل ویښتان ببر ساتل او لویه خولۍ به یې په سر نیمه کږه کیښوده تر څو یې پرې شوی نیم غوږ ښکاره نه شي، خو لارویانو یې تر پیړیو پیړیو د خپل مشر د مجبوریت دا سټایل ژوندی وساته او په دې ګمان چې مشر یې له شوقه لویه کږه ټوپۍ او ببر ویښتان پر ایښي وو دوي به هم د هغه تقلید کاوه.

په دې پیښه پسې زموږ کلیوال انځراکا را په یاد شو، چې خپلو زامنو ته به یې تل لارښوونه کوله چې د بهرنیو فلمونو او ټلویزیوني ډرامو تقلید دې نه کوي، خو هغوي کله منله او هر ځل به یې د خپل پلار په ځواب کې ویل چې دا خو د ورځې موډ او سټایل دی او که چیرې یې په ځان عملي نه کړي نو خلک به ورته شا ته پاتې ووایي. چې ددوي دا وچ دریځ پر وړاندې انځرآکا له مجبوریته د موډضد دریځ خپل کړ او د کلیوالو یو ټولي په مخ کې یې خپلو زامنو ته خبرداری ورکړ چې ددوي موډ ضد دریځ یې خپل کړی او په خپل دریځ کې به بریالی کیږي.

له دې پیښې څو ورځې لا نه وې تیرې چې د کلي نایي ته د انځرآکا پنځه واړه زامن د سهار له لمرختو مخکې په وارخطايۍ راغلل او هر یوه ورته ویل چې د سر ویښتان ، ږیره او بریتونه یې ور جوړ کړي او نايي هم په دې ګمان چې کومه غمجنه پیښه شوې او د انځرآکا زامن په اصولو ځان برابروي نو پرته له کومې پوښتنې یې په بیړه په کار پیل کړ او زه چې له دوي مخکې د سر خریلو لپاره راغلی وم او دوي وار راباندې وړمبی کړ، نو په یو څه غوسه ناک انداز مې د انځرآکا له ټوکمار زوی ماڼوګل چې په ماڼي مشهور ؤ پوښتنه وکړه چې ولې یې په دومره سپین سترګۍ زما په وار کې نايي ته ور دمخه شو؟ هغه په وارخطايۍ را غبرګه کړه:

  • آشنا په وار مار پسې مه ګرځه اوبه له ورخه تیرې دي، پلار مو ….

د شیاني په خولې کې یې مشر ورور خبره ور بنده کړه او د چوپ شه بدبخته! په ویلو سره یې هغه غلی کړ، خو زه ورته شله شوم او د نايي په دوکان کې ناستو نورو کلیوالو هم ټینګار وکړ چې اصلي خبره وکړي، خو هغوی نه منله تر دې چې یو سرټمبه کلیوال په ټینګار سره ورته وویل چې که اصلي خبره نه کوي نو بیا یې په زور په نیم خریلي سر د باندې وباسي، چې له دې خبرداري دوي هم وویریدل او ټوکمار شیاني داسې حال ووایه:

  • موږ ته خپل پلار شله ؤ چې د فلمونو او سریالونو په موډ ویښتان او ږیرې مه جوړوئ، خو موږ ورسره نه منله او ده هم دواړه پښې په یوه موزه کې کړې سهار وختي چې څنګه له جومات څخه کور ته تللی نو پرتوګ یې ایستلی او په یوه نیکر او کمیس کې زموږ د مور تر څنګ ناست دی او چې مو ترینه پوښتنه وکړه چې ابا ولې لیونی شوی خو به نه یې؛ نو راته یې وویل چې دا خو د ورځې موډ دی…

د ماڼي له دې خبرې سره په دکان کې ناست کسان له خندا شنه شول او تر اوږدې شیبې یې ښه ورته وخندل خو دوي پنځه واړه چوپه خوله ناست وو او ما چې ورته وکتل نو تر نورو مې وار وړمبی کړ او ورته ومې ویل:

  • ښه نو دا دی انځراکا خپل د موډ ضد دریځ بریالی کړ او تاسې یې د موډونو پریښودو ته اړ کړئ؟!

شیاني او نورو وروڼو یې د هو په دود خپل سرونه وخوځول، چې په دې وخت کې د انځرآکا مشر زوی په جیب کې مبایل وشرنګید او چې په بیړه یې شمیرې ته وکتل نو په وارخطایۍ یې داسې ځواب ورکړ: (دا دی د نايي په دوکان کې یو سرونه خریو) له دې خبرې سره یې مبایل بند کړ او نايي ته یې وویل چې په بیړه یې کار ورخلاص کړي تر څو کور ته خپل پلار ته ځانونه په خریولو سرونو ورورسوي او پلار یې پیل کړی اعتصاب پای ته ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب