یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د حضرت شیخ علي هجویري غزنوي د کشف المحجوب خطي نسخې

د حضرت شیخ علي هجویري غزنوي د کشف المحجوب خطي نسخې

اسدالله بلهار جلالزی

 ستر صوفي علی هجویري غزنوي د تصوف په ډګر کې مشهور اثر کشف المحجوب د عمر په وروستیو کلونو کې لیکلی دی. او دا يي ورستۍ اثر هم بلل شوی دی. دا چې پورتنۍ خبرې به څومره رښتیا وي؟ د کره توب اټکل يي راته ناشونی بریښي یعنی لا هم په پوره یقین سره نه شو ویلای چې پورتنې خبرې به کره وي. خو یو څه چې کره دي هغه دا دي چې په دې تړاو موږه په فکر کولو ته اړ باسي. غواړم دلته د کشف المحجوب د خطی نخسو په اړه څه معلومات وړاندې کړم. خو له دې وړاندې یو څه د حضرت علی هجویری او د کشف المحجوب په اړه:

کشف المحجوب د تصوف له پخوانیو کتابونو څخه دی. چې له اره په فارسی- دري لیکل شوی دا لومړنی تصوفي منظم، مرتب او مجسم اثر دی چې په تصوف د نظري او علمي اصولو په رڼا کې لیکل شوی دی. کشف المحجوب د اسلامي تصوف په ډیرو ارزښتمنو مصنفاتو کې ګڼل کیږي. چې ټولو په دې اړه ورباندې خبرې کړي او څیړونکو پرې څیړنې کړي. د دغه ارزښتمن او ګټور اثر لیکوال شیخ امام ابوالحسن علي بن ابي علي عثمان جلابي هجویري غزنوي دی. (د زیږیدو کال يي د ۳۹۸ تر۴۳۲ هـ ق / ۱۰۰۷ – ۱۰۴۰ م) کلونو په منځ کې. یعني د سلطان محمود غزنوي او سلطان مسعود غزنوي د سلطنت په موده کې ښودل کیږي) همدا ډول د مړینې کال يي هم له ۴۸۱- ۵۰۰ هـ ق/ ۱۰۸۸-۱۱۰۶ م پوري یاد شوی. د ده زیارت د اوسني پاکستان په لاهور ښار کې دي. چې هالته دي داتا ګنج بخش په نوم مشهور دی. ټولو تذکره لیکونکو، څیړونکو او صوفیانو د نوموړي او دغه اثر د ښه ترتیب او کره والي یادونه او ستاینه کړي. او هغه یې د اسلام د ترویج او تبلیغ رښتني او لومړنۍ اثر بللی دی، حضرت شیخ امام علي جلابی هجویري غزنوي خپل دا مشهور تصنیف په «کشف المحجوب» ونوماوه او همدا نوم کابو په ټولو کتابونو اوتذکرو کې راغلی دی. خو په یو دوه ځایه کې بیا د «کشف المحجوب لارباب القلوب» په نوم هم یاد شوی. کشف المحجوب یوازې د صوفیانو او عارفانو تذکره نه ده بلکې په دې سربیره په کې بیلابیلې فرقې، د صوفیانو طایفې او د تصوف او عرفان اصول بیان شوی. له لویه سره کشف المحجوب د اسلام د لومړنیو دریو پیړیو د عرفان او تصوف دایرة المعارف دی. له اره د کشف المحجوب د کتاب موضوع عرفان او تصوف دی چې د«ابوسعیدهجویري» پوښتنو ته په ځواب کې لیکل شوی دی. ابوسعید هجویري د حضرت علي جلابی هجویري له مریدانو څخه و. هغه هم د غزني سیمې اصلي اوسیدونکی و. د هغه سوال داسې دی چې په لاندې دولسو برخو کې ویشل شوی.
۱- د تصوف طریقې څیړنه.
۲- د متصوف مقامونه څرنګوالی.
۳- د صوفیانو د مذهبونو بیان.

۴- د تصوف مقالې.

۵- د صوفیانو رموزونه.

۶- د صوفیانو اشارې.

۷- له الله عزوجل سره د مینې څرنګوالی.

۸- زړونو ته د الله ج د میني د څرنګوالي اظهاریدل اوڅرګندول.

۹- له عقولو نه د ګناهونو د پټیدو سببونه او ماهیت يي (یعني د الله تعالي مینه).

۱۰ـ د نفس کرکه د هغه له حقیقته (یعني د الله تعالی مینه).
۱۱ـ  د روح اراموالی او غوره کیدنه (یعنی د الله تعالي مینه).

۱۲- د صوفیانو معاملات او هغه څه چې په دوئ پورې تړاو لري.

کشف المحجوب حقیقةً همدې سوالونو او دولسګونو اجزاءوو ته یوه پراخه شرحه او ارزښتمن تفسیر دی.

حضرت شیخ علي هجویري خپل دا اثر په یوه سریزه پیل او ۴۰ بابه او ۴۰ فصله ۱۶ کلامه او ۱۱ کشف الحجابونو باندې ویشلی دی. د بیلګې په ډول به د مشت نمونه خروار په توګه د څو بابونو په اړه خبرې وکړو.

لومړۍ برخه: باب الفقر، باب التصوف، باب اختلافهم فی الفقر والصوة.

دوهمه برخه: هغه بابونه چې د تصوف فرعي سکالو باندې خبرې کوي.

د صوفیانود اغوستلو کالي – پوستین – خرقه (لُبس المرقعات)
باب الملامة

دریمه برخه: د شیخانو د حال احوال او خبرو تشریح

څلورمه برخه: د صوفیانو د ځانګړو فرقو د تشریح کیدل.

پینځمه برخه: دیني عقایدو، د الله تعالي د شناخت، توحید او ایمان په اړه خبرې کوي.

شپږمه برخه: عبادتونو، آن د اودس طهارت، لمونځ، زکوة، روژې، او حج د مسایلو په اړه خبرې پکې راغلې دي.

اومه برخه: د صوفیانو د ادابو، رموزونو او دود په اړه خبرې کوي. چې پکې د صوفیانو عرفانې الفاظ او اصطلاحات راغلي دي.

اتمه برخه: د سماع د احکامو او ادابو په اړه خبرې کوي.
خطي نسخي

تر اوسه پورې د کشف المحجوب ۵۹ خطي نسخې پیژندلې شوې دي. چې دا خطی نسخي د نړۍ په مهمو علمی مرکزونو کې خوندې او ساتلي کیږي. په دي لیکنه کې به يي یوازې ۱۹ خطې نسخې در و پیژنم چې په لاندې ډول دي:

۱- لومړنۍ خطي نسخه د روسیي د سنت پترزبورښار د علومو په اکادیمي کې په ۱۱۲۸– OR.B شمیره چې د پاڼو شمیر يي ۲۱۴ او ۴۲۸ مخونه کیږي ثبت ده. هر پاڼه هم ۱۵ لیکي لري د لیک بڼه يي ښکلی نسخ چې ۹ نهمې هـ ق. پیړۍ ته نژدې وختونو کې لیکلي شوي ده. د دغې نسخې تصویرونه هم موندل کیږي. چې د تصویرونو کاپي يي له سمون کونکي سره خوندي ده.

۲- د وین شاهي کتابتون کې هم یوه خطي نسخه خوندې ده. چې د مسعود صوفي په نوم کاتب د نهمې پیړۍ په حدودو کې کښلي، د دې کاپی تصویرونه هم په واک کې ورکول شوي، د ژوکوفسکي چاپ ته په پام چې همدا نسخه يي د سموني بنسټ هم و.
۳- د پنجاب پوهنتون کتابتون، نسخه چې د عبدالحکیم بن عبدالوهاب په خط په ۹۹۴ هـ ق لیکله شوي او ۱۳۳۵ – ۳- ۶/ ۳۶۲۷ شمیره ثبت او خوندې ده.

۴- د پاکستان ملي موزیم کراچي کتابتون خطي نسخه چې په ۵-۱۹۶۵.N.M شمیره خوندې په ښکلي نسخ لیک کښله شوې. ۲۱۰ پاڼې او ۴۲۰ مخونه لري د لسمې هـ ق پیړۍ په شاوخوا کې لیکل شوې ده.

۵ – د ایران او پاکستان فارسي څیړنیز مرکز ګنج بخش کتابتون، اسلام اباد خطې نسخه په ۳۹۵ شمیره ثبت او ۵۲۴ مخونه لري په هر مخ کې یویشت لیکي کښل شوي د لیکلو وخت يي کابو لسمه هـ ق پیړۍ ښودله کیږي.

۶ – د پطرزبورګ خطې نسخه چې په ۵۴۸، چې ۳۰۲ پاڼې او ۶۰۴ مخونه لري. د لیکلو مهال يي ۱۰۱۱ هـ ق ښودل شوی. (د تصویر کاپي یې په واک کې شته)

۷ـ د ایران او پاکستان د فارسي څیړنو مرکز ګنج بخش کتابتون، دا نسخه په ۸۴۵۲ شمیره ثبت او۷۷۲ مخه ده. د لیکلو مهال يي یولسمې پیړۍ ته نژدې یاده شوي. (په نستعلیق ښکلي لیک کښل شوې انځورونه، جدولونه او سرلوحي هم لري.)

۸ ـ د ایران او پاکستان د فارسي څیړنو مرکز د ګنج بخش کتابتون، نسخه چې دا هم په ۱۰۴۵۴ شمیره ثبت او ۶۴۸ مخه ده، لیکونکي يي محمد سهراب دی. د لیکلو کال يي۱۱۳۲ هـ ق شودل شوی دی.

۹- د ایران او پاکستان د فارسي څیړنو مرکز ګنج بخش کتابتون کې ددې نسخې د ثبت شمیره ۱۴۱۷۵، د پآڼوشمیریې۵۹۳، پوښ او طلایي رنګه جدولونه هم لري. د لیکلو مهال يي لسمه هـ ق پیړۍ یاده شوې.

۱۰ـ  د موسي زي (زيي) شریف کتابتون کې د کشف المحجوب یوه نسخه چې په ۱۲۵۸ هـ ق کال کې لیکله شوي ده خوندې ده چې ۳۲۷ پاڼې او ۶۵۳ مخونه لري.( د دې نخسې کاپي صاحبزاده محمد سعد د بابا مرشد په واک کې راکړه نوموړي نسخه هم په ښکلي نستعلیق خط لیکله شوي ده.

۱۱ـ د ایران او پاکستان د فارسي څیړنو مرکز ګنج بخش کتابتون، کې هم یوه بله نسخه موجوده ده چې په ۱۲۹۶ شمیره ثبت او۵۱۸ مخونه لري په هره پاڼه کې يي شاړس لیکي راغلي دي. په ۱۱ لسمه هـ ق پیړۍ کې کښله شوې. کاتب يي شیخ فرید بن شیخ بایزید بن حافظ جمال دی. یو مهر هم پرې لګیدلی چې ورڅخه ۱۱۲۷ تاریخ په ډاګه کیږي.

۱۲ـ د پاکستان د ملي موزیم کتابتون کې نسخه په ۳۶۷-۱۹۶۴، شمیره خوندې ده. دا نسخه هم ۲۵۵ پاڼې لري او ۵۱۰ مخونو چې کاتب يي هم ملا محمدحیات عرف افغان دی.
۱۳ـ د والنتین ژوفسکي (دکشف المحجوب چاپي نسخه) دا یوه سمه، صحي اوبشپړه نسخه ده. چې ورڅخه مطلوبه ګټه اخیستله شوي، یاده نسخه ۵۴۸ مخونه لري.

۱۴- د علي قویم، نسخه چې په تهران کې د یوې خطي نسخې له مخه چاپ شوي او نسبتاً صحیح نسخه ګڼله کیږي. ۵۲۰ مخونه لري.

۱۵ـ په تاشکند (سمرقند) کې د سیدعبدالمجید مفتی خجندي په کوښښ او زیار(چاپي نسخه) چې ۴۹۲ مخونه لري د چاپ کال يي ۱۳۳۰ هـ ق ښودل شوی دی. له دې نسخې هم ګټه اخیستله شوي.

 ۱۶ـ په ملتان کې د عبدالحلیم ترین کتابتون نسخه چې ۳۱۹ پاڼې او ۶۳۸ مخونه لري. په هره مخ کې ۱۵ کرښې ځای شوي دي. د دې نسخې له کاپي څخه هم ګټه اخیستله شوي.
۱۷ـ د ایران او پاکستان د فارسي څیړنو مرکز ګنج بخش کتابتون کې نسخه په ۸۸۷ شمیره خوندې شوي. ۵۵۱ مخونه لري چې هر مخ کې ۱۷ کرښې ځای شوي دي. یاده نسخه په نستعلیق لیک کښل شوي. طلايي جدولونه اوسرلیکونه لري.

۱۸ـ د ایران او پاکستان د فارسي څیړنو مرکز ګنج بخش کتابتون، نسخه چې د ثبت شمیره يي ۸۰۷ دی او د مخونو شمیر ۵۲۰ یاد شوی د لیکلو مهال يي لسمه هـ ق پیړۍ ښودله شوي. خو د نویو پاڼو تاریخ يي بیا ۱۲۵۲ هـ ق ښودل کیږي.

۱۹ـ د ایران او پاکستان د فارسي څیړنو مرکز ګنج بخش کتابتون، دا نسخه په ۱۹۴۴ شماره ثبت او ۵۴۲ مخونه لري چې په مخ کې يي ۱۵ کرښې ځای شوي دي.

سرچینه: ابوالحسن علی بن ابی علی عثمان جُلابي هجویري غزنوي

کشف المحجوب.

ډاکتر محمد حسین تسبیحي رها – سریزه
نوربیا…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب