پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهپر ۲ طالب چارواکو د امریکا بندیزونه او د ذبیح الله مجاهد...

پر ۲ طالب چارواکو د امریکا بندیزونه او د ذبیح الله مجاهد غبرګون

تاند (شنبه، د قوس ۱۸ مه)د امریکا د خزانې وزارت پرون د ۲ طالب چارواکو په ګډون د یو شمېر هېوادونو چارواکي د بشري حقونو د نقض په تور د خپلو بندیزونو په لېست کې شامل کړل.

په دې ډله کې د طالبانو دوه لوړپوړي چارواکي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې په ځپونکو اقداماتو، له هغې ډلې د نجونو د لېسو او منځنیو ښوونځیو په بندولو کې ښکېل بلل شوی هم شامل دي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شېخ محمد خالد حنفي چې د خزانې وزارت د چارواکو په وینا په قتلونو، اختطافونو او وهلو ټکولو کې لاس لري هم په دې فهرست کې شته.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه ناوخته پرخپله اېکس پاڼه دا بندیزونه وغندل او ویې لیکل، د امربالمعروف او نهی عن المنکر پر وزیر شېخ محمد خالد حنفي او د علومو اکاډمۍ پر مشر شېخ فریدالدین محمود لګول شوي بندیزونه او د فشار راوړل د حل لاره نه ده.

مجاهد زیاتوي چې امریکا د دې ډول اقداماتو ناکامه سابقه لري نو باید د ده په وینا پخوانۍ ناکامې تجربې تکرار نه کړي.

د طالبانو یاد شوي دواړه چارواکي د دوی د لوی مشر ملا هبت الله د ځانګړې افراطي ډلې مهم کسان ګڼل کیږي.

تر دې مخکې د خالد حنفي تر څنګ د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر شېخ ندا محمد ندیم هم د بندیزونو په مختلفو لېستونو کې شامل شوی.

دا طالب چارواکي داسې مهال د امریکا د بندیزونو په لېست کې شاملیږي چې د طالبانو منتقدان تر دې پر طالب چارواکو د لا بندیزونو زیاتیدل غواړي، خو د طالبانو پلویان دا بندیزونه حل لاره نه بولي او وایي دوی سره دې نړیوال تعامل وکړي او له افراطي کړنو دې لاس اخیستو ته وهڅوي.

پرون د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ادعا وکړه چې د طالبانو پر وړاندې د امریکا دریځ او لهجه بدله شوې او دوی ته یې یو لېست سپارلی چې د ټول شموله حکومت په نوم دې طالبانو سره په واک کې شریک کړل شي.

د هغه په وینا، امریکا دا خبرداری هم ورکړی چې که طالبان ورسره په دې اړه د قطر د معاهدې ژمنې عملي نه کړي، د مخالفانو ملاتړ به یې پیل کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا انکاري شو چې دوی چا سره د ټول شموله حکومت وعده نه ده کړې او امریکا هم په دې تړاو کوم لېست نه دی ورسپارلی.

مجاهد په ورته وخت کې له حکمتیار څخه وغوښتل چې د ده په وینا، بې اسناده او بې مسوولیته خبرې ونه کړي.

په دې اړه نور دلته ولولئ:

ذبیح الله مجاهد د حکمتیار ادعاوې رد کړې – تاند (taand.net)

طالبانو ته د امریکا د خبرداري په تړاو د حکمتیار ضد و نقیضې ادعاوې – تاند (taand.net)

متحدو ایالتونو د حکمتیار او ذبیح الله مجاهد دواړو څرګندونو ته نوی غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی چې طالبانو ورسره په دوحې تړون کې د ټول شموله حکومت جوړولو ژمنه کړې او باید جوړ یې کړي.

امریکا د دې ترڅنګ د طالبانو خلاف د وسله والو هڅو د نه ملاتړ خبر ورکړی، خو په وروستیو کې لیدل کیږي چې په دغه هېواد کې د طالبانو پر ضد د افغانستان د متحدې جبهې په نوم د جمهوري نظام د یو شمېر جنرالانو په مشرۍ یوې ډلې د سیاسي – جنګي فعالیت د پيل اعلان کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب