دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهذبیح الله مجاهد د حکمتیار ادعاوې رد کړې

ذبیح الله مجاهد د حکمتیار ادعاوې رد کړې

تاند (جمعه، د قوس ۱۷ مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې متحدو ایالتونو طالبانو ته د ټول شموله حکومت د زر جوړولو په اړه خبرداری ورکړی.

ښاغلي حکمتیار دا څرګندونې نن په یوه رسنیز شوي ویډیو کلېپ کې کړې وې چې جزییات یې دلته لوستلی شئ:

طالبانو ته د امریکا د خبرداري په تړاو د حکمتیار ضد و نقیضې ادعاوې – تاند (taand.net)

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د حکمتیار دا څرګندونې ردوي او وایي چې واقعیت نه لري.

نوموړي په خپله اېکس پاڼه( پخواني ټویټر) په دې اړه لیکلي:« د امریکا لخوا اسلامی امارت ته د ټول شموله حکومت د جوړیدو په ارتباط خبرې او د فهرست ورکولو ادعاوې حقیقت نه لري. د افغانستان اسلامي امارت هیچیرې هم له چا سره د دا ډول حکومت جوړیدو ژمنه نه ده کړی. په دې اړوند د حکمتیار صاحب خبرې سمې نه دي، باید د هیواد مشران بې اسنادو خبرې ونه کړي.»

متحدو ایالتونو د حکمتیار او ذبیح الله مجاهد دواړو څرګندونو ته نوی غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی چې طالبانو ورسره په دوحې تړون کې د ټول شموله حکومت جوړولو ژمنه کړې او باید جوړ یې کړي.

امریکا د دې ترڅنګ د طالبانو خلاف د وسله والو هڅو د نه ملاتړ خبر ورکړی، خو په وروستیو کې لیدل کیږي چې په دغه هېواد کې د طالبانو پر ضد د افغانستان د متحدې جبهې په نوم د جمهوري نظام د یو شمېر جنرالانو په مشرۍ یوې ډلې د سیاسي – جنګي فعالیت د پيل اعلان کړی.

1 COMMENT

  1. ښاغلي مجاهده !
    که چيرته تاسي رښتين ياسته مهرباني اوکړی هغه سند کوم چي تاسو په دوحه کي له امريګايانو سره امضا کړي په تاند يا بله بريښناپاڼه کي رسوا کړي. تاسو دا سند ولي له اواس سره نه شيريکوي، ګلبي خو ټول ژوند په درواغو کي تير کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب